افغانستانسولې اړوند خبرونه

«دکابل مذاکراتي ټيم سبا دوحې ته ځي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۹ل): یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د کابل حکومت مذاکراتي ټيم له طالبانو سره د خبرو پيلولو په موخه دوحې ته ځي.

طلوع نیوز د یو شمېر دولتي سرچینو له قوله لیکلي، چې د کابل مذاکراتي ټیم سبا «جمعه» د دوحې په لور روانېږي او تمه ده بل سبا د «شنبې» په ورځ له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي.

د کابل حکومت ویاند «صدیق صدیقي» وایي، د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په لاره کې ټول خنډونه له منځه وړل شوي.

نوموړي که څه هم د پاتې طالب بندیانو د خلاصون او نه خلاصون په اړه څه نه دي ویلی؛ خو طالبان یې تورن کړي، چې وخت ضایع کوي او د مذاکراتو د پيلېدو په درشل کې يې مذاکراتي ټیم بدل کړی.

دوحې ته د کابل د مذاکراتي ټیم د تګ خبرونه داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي وو، د طالب بندیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه شوې، او له امله یې بین الافغاني مذاکرات ځنډېدلي.

د طالبانو له قوله، که د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شي، مذاکراتي ټيم یې د خبرو پيلولو ته تیار دی.

ورته مهال داسې راپورونه هم شته، چې د طالبانو هغه شپږ تنه زندانیان چې کابل حکومت او یو شمېر غربي هیوادونو یې له خلاصون سره جدي مخالفت درلود، نن د قطر له لوري ورته ځانګړې الوتکه لېږل شوې او یاد هیواد ته روان شوي.

ددې تر څنګ ویل کېږي، د یوې بهرنۍ په وژنه تورن دوه طالب بندیان چې محکمې د اعدام حکم ورباندې کړی وو، هم نن سهار له بنده خلاص شوي.

طالبانو لا هم د بین الافغاني مذاکراتو دپیلېدو د نېټې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx