افغانستان

د یوې فرانسوۍ په وژلو تورن دوه طالب بندیان له بنده خلاص شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د یوې فرانسوۍ مېرمنې په وژنه تورن دوه طالب بندیان چې د محکمې له لوري د اعدام حکم ورباندې شوی وو، نن له بنده خلاص شوي.

یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته ومنله چې یاد دوه بندیان له اوولس کلن بند تېرولو وروسته نن «پنجشنبه» له زندانه خلاص شوي.

ورته مهال «بي بي سي» د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې ضیاء احمد او محمدنبي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د یوې کارکوونکې«بیټینا ګویسلارډ» په وژلو تورن وو.

بیټینا ګویسلارډ په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په غزني کې خپل دفتر ته پر لارې د دوو وسله والو له لوري ووژل شوه، چې وروسته یاد وسله وال د حکومت له لوري ونیول شول او په ۲۰۰۴ کې محکمې د اعدام سزاء ورته واوروله.

د ګویسلارډ کورنۍ رسنیو ته د یادو طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو اندېښنه ښکاره کړې وه ، د هغوی خوشي کېدل يې له تصوره وتلې کړنه بللې وه او ټينګار یې کړی وو، چې د نوموړې «قاتلان» باید په «یوه  غیرعادلانه» معامله کې له بنده خلاص نکړل شي.

بل لور ته ویل کېږي، چې د بهرنیانو په وژلو تورن شپږ نور طالب بندیان هم نن په یوه ځانګړې الوتکه کې د دوحې په لوري روان شوي.

د بهرنیانو په وژلو د تورنو طالب بندیانو د خلاصون خبرونه داسې مهال دي، چې یو شمېر دولتي سرچینې وایي، تمه ده سبا د کابل مذاکراتي ټيم د دوحې په لوري روان شي او بل سبا د «شنبې» په ورځ بین الافغاني مذاکرات پيل کړي.

فرانسوۍ بیټینا ګویسلارډ چې په ۲۰۰۳ کې غزني کې وسله والو ووژله
              فرانسوۍ بیټینا ګویسلارډ چې په ۲۰۰۳ کې غزني کې وسله والو ووژله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx