شعـــــرونه

بیا دې وژلی یمه بیا مې بی کفنه پریږدې/ سعود

سيد شاه سعود

بیا دې وژلی یمه بیا مې بی کفنه پریږدې
زړه مې جدا ظالمه څنګه له بدنه پریږدې

دنیا دارۍ کې درنه وینه مینه هیره شوله
یوې مڼې پسې دې څانګه سل کلنه پریږدې

زړه خو مې واي چې واپس هډو در و نه ګورم
لکه کونتر مې دومره لرې له وطنه پریږدې

دا چې په سترګو مې پردې راغلې نو څه به کوم
تا خو وعده کړې وه ما به تر دیدنه پریږدې

جانانه هر یو بنیادم درسره مینه کوي
خوښه دې خپله ده چې ته پکې څو تنه پریږدې

سعوده ګورم چې دا سوی غزل څنګه لیکې؟
نن خو به ما درسره عن تر ماسخوتنه پریږدې

سید شاه سعود

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx