افغانستان

طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل نیټه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې نن ماښام پاتې ۶  طالب بندیان د ځانګړې الوتکې په مټ د قطر هېواد ته روان شول، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د بین الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې د خپل ګډون د چمتووالي اعلان کړی دی.

ډاکټر محمدنعیم لږه شېبه وړاندې په دې تړاو په خپلې ټویټر پاڼې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې «د افغانستان اسلامي امارت» د بین الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې د خپل ګډون د چمتووالي اعلان کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې یاده غونډه به د وږي په ۲۲ مه نیټه د شنبې په ورځ په قطر هېواد کې پیلیږي او داچې طالبان به د مذاکراتي بهیر د پرمخ بیولو او د افغانستان د علیا منافعو په چوکاټ کې د اسلامي نظام د قیام په هوډ دغو مذاکراتو کې برخه اخلي:

«اسلامي امارت دمذاکراتو بهیر په ښه ډول پرمخ بیولو او د اسلامي ارزښتونو او هیواد دعلیا منافعو په چوکاټ کې،دسرتاسري سولې او سوچه اسلامي نظام درامنځ ته کیدو هوډ لري»

له اوږده انتظار وروسته د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو نیټې له اعلان سره په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو خوښي څرګنده کړې او په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې ددې پروسې د کامیابۍ لپاره دعاګانې کړي او ځینو فعالانو سبا د جمعې په ورځ د قران کریم د ختمونو بلنې هم رسنیزې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله خبر چی دا غونډه به د شنبی په ورځ پیل شی. کچیری داسی کیږی نو دا به یو ښه قدم. خدای دی وکړی چی دی جنګ زپلی ملک ته زر تر زره سوله راشی. ماته د کابل حکومت لاسپوځی ده خو دابه ښه وی چی اول پدی غونډه کی په عمومی اوربند خبری وشی. فکر نکوم چی داسی یوه غونډه چی جنګ یی هم ترڅنګ وی کومه مثبته نتیجه ورکړی.

عبدالمالک همت

ډاکټر نعيم وردګ سوابق او ارېکي ؟

عبدالواحد

اوالله ستاسوسره دۍاودۍ به هیڅکله نقصا ن درنکړی تاسوته. مسلمانانووروڼوله مرتددین سره هیڅکله داسی جوړه ونکۍ چه سبادغاړی طوق وی پرمرتدینوجهادفرض دۍ داوودخان فیض محمد مرتد وزیرداخله کۍ،محمد مرسی داخوان المسلمین مشرپه مصر کی مرتدالسیسی وزیردفاع مقررکۍ الله دهغومرتدد ینوپه واسطه څنګه درپددره کړل،الله فرمایی:زمااوزمادرسول دښمنان مه دوستوۍ اونه له ماماسیواله چانه بیره کوۍ اعلان وَالَّذينَ استَجابوا لِرَبِّهِم وَأَقامُوا الصَّلاةَ وَأَمرُهُم شورىٰ بَينَهُم وَمِمّا رَزَقناهُم يُنفِقونَ﴿۳۸﴾(سوره الشورا ۳۸)معنی: اوکوم خلک چه حکم منی دخپل رب اوقایموی لمونځ اوددوی کاردۍ مشوره کول پخپل منځ کښی اوله هغه څه نه چه موږورکړی دی دوی ته خرڅ کوی (خیرات ورکوی) طالبانووروڼوپه روغه اوجوړه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx