ورزش

د کرن پولارډ لوبډلې د کرابين ليګ سياليو اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د ويسټ انډيز سوداګريزو سياليو اتلولي د کرن پولارډ په مشرۍ «ټرينباګو نايټ رايډرز» د محمد نبي لوبډلې ته په ماتې ورکولو په خپل نوم کړه.

د کرابين ليګ سياليو پايلوبې ته د محمد نبي لوبډلې اس ټي لوشيا زوکس لار موندلې وه چې په لوبډله کې ورسره نجيب ځدران او ظاهر خان هم شامل وو.

لوبه کې لومړی توپ وهنه د ډيرن سيمي په مشرۍ د نبي لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې ۱۵۴ منډې جوړې کړې. نجيب ځدران ۲۴، محمد نبي ۲ او ظاهر خان صفر منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د کرن پولارډ لوبډلې د لينډل سيمنز او ډيرن براوو په غوره توپ وهنه ټاکلی هدف په ۱۹م اور کې بشپړ کړ او د څلورم وار لپاره يې د کرابين ليک اتلولي وګټله.

محمد نبي ۳ اورونه وکړل ۱۶ منډې يې ورکړې خو هيڅ لوبغاړی يې ونه سوځاوه، ظاهر خان بيا په ۲ اورونو کې پرته له کوم لوبغاړي سوځولو ۲۸ منډې ورکړې.

لينډل سيمنز د پايلوبې غوره لوبغاړی او کرن پولارډ د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

د يادو سياليو په لړ کې محمد نبي ۱۲ ويکټې واخيستې او ورسره يې ۱۵۶ منډې هم جوړې کړې. دغه راز نجيب ځدران ۲۲۴ منډې جوړې کړې دي.

د افغان لوبغاړو لخوا مجيب ځدران د زياتو ويکټو اخيستونکو په سر کې دی چې په ۱۱ سياليو کې يې ۱۶ ويکټې واخيستې، هغه د ټورنمنټ دويم زياتې ويکټې اخيستونکی لوبغاړی و.

نوين الحق او راشد خان ۱۱-۱۱ او ظاهر خان په ۸ ويکټو اخيستلو بريالي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x