ټولنیزه برخه

په ټولګي کې ځینې ښوونکو ته ولې زده کوونکي غوږ نه نیسي

نورمدین بلخېل

تاسو به ډېر وخت داسې اوریدلي او یا کیدای شي لیدلي وي، چې زده کوونکي په ټولګي کې د استاد د درس د ارایې په وخت کې غلمغال کوي او د ښوونکي درس ته غوږ نه نیسي، په رښتیا چې په درسي بهیر کې دا یوه ستره ستونزه ده.

د شاګرد لپاره غوږنېونه مهمه اړتیا ده او دا چې استاد ته ځینې شاګردان غوږ نه نیسي کیدای شي خپله د استاد ستونزه هم وي، موږ دلته په لنډ ډول په هغو ستونزو لنډې خبرې کوو کوم چې د هغو له کبله استاد ته په ټولګي کې شاګرد غوږ نه نیسي او شور کوي.

یو لامل یې ممکن د استاد په درس نه حاکمیت او یا د استاد په درس نه پوهیدل وي، که چېرته استاد یا ښوونکی د درس په جریان کې  په ځان کامل باور ونه لري او په ارایه او افاده کې ستونزې او مشکلات حس کړي نو بیا شاګرد دهغه له درس سره علاقه نه ښيي او د درس په وخت کې غیرمتوجې وي او یا په خبرو لاس پورې کوي؛ د ستونزې د حل لپاره په کار ده چې استاد کامله اماده ګي اوپه ضمن کې د درس د ارایې او افادې لپاره تمرین وکړي او که چېرته په خبرو کولو کې هر ډول ستونزه حس کوي باید د تمرین په واسطه یې حل کړي، د خپل غږ لوړوالی او ټیټوالی د په متوازن شکل وساتي او کوښښ د وکړي چې د درس په جریان کې یې فکر بلې خوا ته لاړ نه شي.

که چېرته تاسو څومره ښه او موثره مطالعه وکړئ،که تاسو هر څومره د موضوع په اړه ښه او کره معلومات را غونډ کړئ او بیا یې تمرین کړئ نو بیا به تاسو خپل ځان وګورئ چې څومره په خپل ځان برلاسي او موضوع د شاګردانو په وړاندې څومره په ښه ډول تشریح کوئ.

هر کله چې تاسې په کور کې په کوټه او یا بل ځای کې مطالعه کوئ نو بیا تاسو په خپلو شتو معلوماتو کې ژور سوچ او فکر وکړۍ او له هغې څخه د تمرین په ډول یو څه د ځان سره تکرار کړۍ، انشاءالله چې د غه ستونزه به ژر حل کړئ.

تمرین ستاسو د بریا تضمین کوي او که په هر کار کې بیخي زیاتې ستونزې هم ولرئ نو کولای شئ دغه سترې ستونزې د تمرین او پریکټېس په واسطه حل کړئ؛ په پای کې د تاکید په خطر وایو چې، تمرین وکړئ، تمرین وکړئ او تمرین وکړئ.

د استاد په وړاندې د شاګرد د غوږ نه نېونې، یو بل علت ممکن د استاد د خبرو بې ځایه تکرار وي، که چېرته استاد یا ښوونکی خپلې تېرې ویلي خبرې بیا تکرار کړي نو ممکن زده کوونکي یې خبرو ته غوږ ونه نیسي او یا په غلمغال پیل وکړي، ددې لپاره چې د دغې ستونزې مخه مو نېولي وي نو باید استاد د خپلو خبرو سره پام وکړي چې تر څو ویل شوې خبرې بیا تکرار نه شي، که چېرته د ضرورت له مخې تکراریږي باید په داسې توګه تکرار شي چې شاګردان یې په وړاندې خستګي حس نه کړي.

استاد د کوښښ وکړي چې د شاګردانو د سویې او فکري زایې سره سمې خبرې وکړي، ممکن د شاګردانو د غوږ نه نیولو یو لامل  دا هم وي چې د درس ورکونې په وخت کې استاد له موضوع لرې ځي او یا د زده کوونکو او شاګردانو له فکري او پوهنیز معیار نه پورته خبرې کوي د.

استاد او یا ښوونکی باید دې ته ژوره توجه وکړي چې د درس او ښوونیزپروګرام برابر او هم د ټولګي روحیې مطابق په درسي موادو بحث او په واحده موضوع کې تر اخره  پاتې کیدل، شاګردان له ځان سره ساتلی شي.

استاد باید د درس د ارایې او افادې په وخت کې د سختو لغاتونو له استعمال څخه ډده وکړي، تر څو زده کوونکي په دې وپوهیږي چې استاد څه وايي.

استاد باید کوښښ وکړي تر څو د شاګرد زړه ځان خوا ته مایل کړي او خپل درس د شاګرد لپاره په ژړه پورې کړي، که چېرته استاد دا کار ونه شي کړای نو په درس کې زده کوونکي او یا شاګردان هغه ته غوږ نه نیسي او شور ماشور جوړوي.

ځینې وخت داسې هم پېښیږي چې د استاد شاګرد مفکوره او عقيده توپیر پیدا کوي او بیا شاګرد دې ته لېوالتیا نه ښيي چې غوږ ونه نیسي.

دا چې په ټولګي کې د استاد درس ته د شاګرد غوږنېونه ډېره مهمه ده، نو باید خپله شاګرد دا هم حس کړي چې که چېرته دی یو ښه اوریدونکی نه شي نو ښه زده کوونکی نه شي کیدلای او کله چې دی یو ښه غوږ نېوونکی یا اوریدونکی شي نو پس دی ددې وړتیا په ښودلو سره خپل ځان ته پرمختګ ورکولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x