ټولنیزه برخه

مطالعه مو بریا ته رسوي!

نورمدين بلخېل

مطالعه د انسان هره وړتیا را بر سېره کوي، مطالعه نه یوازې دا چې د یوه باسېواده شخص په توګه مو ټولنې ته وړاندې کوي، بلکې د ژوند د هرې چارې د سر ته رسولو لپاره ستاسو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار کوي، انسان ته خالق ډېرې وړتیاوې ورکړي دي، خو دا اکثره وړتیاوې آن د ژوند تر پایه پورې د انسان په باطن کې پټې پاتې کیږي، خو که چېرته انسان مطالعه او د خپل ځان سره حساب او کتاب وکړي، نو د مطالعې او فکر په وسیله دغه وړتیاوې، لکه خزانه را برسیره کیږي، بیا له تاسو نه یو ماهر او ویاړمند انسان جوړیږي.

انسان چې کله لومړی پیدا شي نو ناپوه وي، خو د وخت په تیریدو سره دده د پوهې اندازه زیاتیږي، دا ځکه دی خپل ماحول او خپل خلک مطالعه کوي او له هغه زده کړه کوي، خپلې اړیکې زیاتوي تر څو په راتلونکې کې لا پوه شي.

انسان کتاب مطالعه کوي، تر څو خپل ذهن ته د نورو تجربې او افکار ورسوي، بیا له هغو تجربو په استفادې سره خپلې لارې چارې سموي، که چېرته کوم سړی د خپل ژوند په چارو کې د نورو تجربې او مشورې ونه مني، نو کامیابیدلی نه شي، انسان مجبور دی چې د خپل ژوند د هوسایۍ لپاره نورو ته غوږ ونیسي او هم کتاب مطالعه کړي. څه ښه وایي چې کتاب ښه ملګری دی، مقصد که چېرته تاسو کتاب د زړه په توجه مطالعه کړئ او بیا یې په لارښوونو عمل وکړئ، نو بل هيڅ ملګری به تاسو ته دومره موثره او سمه لاره در ونه ښيي، لکه څنګه دا کتاب.

د نړۍ پوهان او عالمان ددغې مطالعې په برکت تر دې ځایه رارسیدلي، چې نن ورته دومره ستر ویاړ ورکړل شوی دی، که چېرته غواړئ ډېر څه په ځان کې پیدا کړئ او ددې نړۍ ستر انسانان درنه جوړ شي، نو ډېره مطالعه وکړئ.

انسان د مځکې د مخ حاکم دی او تر څو چې مطالعه او پلټنه وي، انسان به خپل خوا شا چاپيریال او طبیعت ته مثبت بدلون او تغیر ورکوي او د ژوند لوړو پوړونو ته به ځان رسوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx