افغانستانسولې اړوند خبرونه

ټرمپ دوحې ته د پمپيو د تګ او له افغانستانه د زرګونو امریکایي عسکرو د ایستلو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ وږي، ۱۳۹۹ل):د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د بهرنیو چارو وزیر یې په یوه تاریخي سفر دوحې ته ځي تر څو هلته د طالبانو او افغان جهتونو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پیلېدو په غونډه کې برخه واخلي.

ټرمپ دغه څرګندونې په سپينه ماڼۍ کې یوې خبرې ناستې ته کړې. نوموړي ویلي، چې پمپیو به په یوه تاریخي سفر باندې دوحې ته ولاړ شي او هلته به د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په غونډه کې برخه واخلي او تر څنګ به یې موږ په نږدې راتلونکې د خپلو عسکرو شمېر څلور زره ته راټيټ کړو.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې حکومت یې له افغانانو سره له اوږدې مودې راپدېخوا مذاکرات کوي او له هغه وخته چې له طالبانو سره یې تړون لاسلیک کړی، په افغانستان کې ستونزې کمې شوې او هيڅوک وژل شوي نه دي.

د ټرمپ له قوله، دا دده د حکومت د ډيپلوماټیکو هڅو پایله وه، چې ټول جهتونه مذاکراتو ته راټول شول.

د نوموړي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د بین الافغاني مذاکراتو نېټه او په یادو مذاکراتو کې يې د طالبانو ګډون اعلان کړ.

د یاد دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر خپل ټویټر ولیکل، چې مذاکرات به د سپتمبر میاشتې په دوولسمه نېټه دوحه کې پیلېږي او د طالبانو مذاکراتي ټیم تیار دی په یادو خبرو کې برخه واخلي.

ورته مهال کابل حکومت هم یاده کړه، چې پلاوی یې د مذاکراتو پیلېدو او دوحې ته د سفر لپاره تیار دی.

ویل کېږي، د کابل له پلاوي سره به د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر»، د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» د سولې په چارو کې د غني استازی «سلام رحیمي» او د سولې په چارو کې د دولت وزیر «سعادت منصوري» هم ملتیا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

He started talking with the word “Great Pride” but you can see from his body language (head down) and his voice up and down that this was was actually a “Gread Defeet and a Great Shame” He cannot keep direct eye contact and he is stressed too

LA TAR OSSA YE MAGHZA PA KARAR NA DI
CHA CHI MA SARA WAHALLI SAR PA SANG DI
TEET ME MA BOLA GHORZANG RA BANDI MA KRAH
ZA PA DI OFTADAGAI KI LOWI GARANG YAM

Ulfat

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې حکومت یې له افغانانو سره له اوږدې مودې راپدېخوا مذاکرات کوي او له هغه وخته چې له طالبانو سره یې تړون لاسلیک کړی، په افغانستان کې ستونزې کمې شوې او هيڅوک وژل شوي نه دي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx