نظــر

ښي اړخي او کیڼ اړخي

نورمدين بلخېل

ښي اړخي او کیڼ اړخي اصطلاح ګانې به تاسو حتما په يو ډول او بل ډول اوریدلي وي او کیدای شي د خپلو معلوماتو په رڼا کې د هغې څخه یو تعبیر هم وکړای شئ؛ په هر صورت موږ دلته دغه دوه اصطلاحګانې په لنډ ډول در معرفي کوو:

۱ـ ښي اړخي(right wing) : دا په عمومي ډول هغه محافظه کارو ته ویل کیږي چې د ممتازو طبقو د امتیازاتو د ساتلو غوښتونکي وي او موجوده سیاسي نظام د دیني غوښتنو او د ټولنې د عنعناتو په رڼا کې جوړول غواړي.

په افغانستان کې د دیموکراسۍ لسیزې په دوران او په را وروسته وختونو کې دا اصطلاح د اسلام پلوه ډلو لکه اسلامي نهضت یا اخوان المسلمین او یاهم ځوانومسلمانو ډله او نورو ته استعمالیده ، خو په نړیاله سطحه بیا دا اصطلاح په بله بڼه یعنې نوي ښي(New right ) په امریکا متحده ایالاتو کې هغه ډلو ، ادارو اوخلکو ته چې د کمونیزم او دولتي اقتصاد سره مخالف دي ویل کیږي.

۲ـ کین اړخي (Left wing) : دغه اصطلاح په عمومي ډول هغو محافظه کارو ته کارول کیږي چې دوی نه غواړي د دیني ارشاداتو او دودیزو عنعناتو په تعقیب سیاسي نظام جوړ کړي ، ځکه دوی دین یو فردي شی بولي؛ دوی په ټولنه کې د اساسي ګړندیو اقتصادي بدلونو غوښتونکي دي.

په۱۹۵۶م کال کې دغه اصطلاح په بله بڼه د نوي چپ (New left )د هغو روڼفکرو کسانو لپاره وکارول شوه کوم چې د «نوي چپ » په نوم مجلې په شاوخوا راغونډ شوي وو چې وروسته بیا دنړۍ د محصلینو غورځنګ خپله کړه. په افغانستان کې د دیموکراسۍ په لسیزه او راوروسته وختونو کې د خلق دیموکراتیک ګوند ( خلق او پرچم) ، مجاهدین خلق ګونداوشغله جاوید( ماویستان) ډلې د کیڼ اړخو په نوم یادیدې.په نړیواله کچه ټولو کمونیست ، لیبرال ، راډیکال او انارشیست نهضتونو ته دا اصطلاح کارول شوې ده.

په اخر کې دا هم باید زیاته کړو چې، په عمومي ډول د ښي او کیڼ سیاسي اصطلاحګانې د فرانسې د لوی انقلاب پر مهال دود او مروجې شوې او د ښي اړخو اصطلاح د فرانسې د پارلمان دهغو غړو لپاره چې، دوی به د پارلمان په ښي اړخ کي کیناستل او د هغه وخت نظام به یې د د دین سره په ارتباط کې غوښت، کاریده او د کیڼ اړخ اصطلاح بیا د فرانسې هغو پارلماني غړو لپاره کاریده ،چې دوی به د پارلمان په کیڼ طرف کې کیناستل او دا به یې موقف و چې باید دین او نظام سره لرې او جلا وساتل شي.

یوه دریم ګړې ډله بله هم د فرانسې په دغه پارلمان کې وه ، چې د میانه رو په نوم یادیده چې د کیڼ اړخو او ښي اړخو تر منځ به یې کرار لره او په فکري لحاظ د دوی تر منځ وو یعنې نه په ښي اړخو محافظه کارانو او نه هم په کیڼ اړخو محافظه کارانو پورې تړلې وه او اوس هم دغه اصطلاحګانې د سیاست په ډګر کې کله استعمالیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx