افغانستانسولې اړوند خبرونه

د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو اعلان: خلیلزاد وایي، د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره فرصت رامنځته شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ وږي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې طالبانو او کابل حکومت د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو او قطر یې کوربتوب ته خپل چمتووالی اعلان کړ؛ د افغانستان د سولې لپا ره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، د سولې لپاره یو تاریخي فرصت رامنځته شوی، چې کولای شي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر اعلان وکړ، چې بین الافغاني مذاکرات به د شنبې په ورځ په دوحه کې پيل شي او طالبان چمتو دي په یادو مذاکراتو کې برخه واخلي.

خلیلزاد په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې د سولې لپاره اوسنی رامنځته شوی فرصت «تاریخي» دی او کولای شي هغه څلوېښت کلنه جګړه چې نظامي حل نه لري او ګڼ افغانان یې ووژل، پای ته ورسوي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د سولې لاره اوږده او ستونزمنه وه، لاسته راوړنې پکې اسانه نه وې او اوس د افغان مشرانو مسئولیت دی چې له شته فرصت ښه ګټه واخلي او جګړه پای ته ورسوي.

خلیلزاد ددې تر څنګ د «روغې جوړې» په کولو ټینګار کړی او په خبره یې، د قدرت یو بعدي کول او په زور د یوې مفکورې تحمیلول، جګړې او د بهرنیو هیوادونو لاسوهنې ته لار برابروي.

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په ناسته کې د ګډون په موخه دوحې ته روان دی، د یادو مذاکراتو له پیلېدو هرکلی کړی او د روغې جوړې په کولو يې ټینګار کړی.

د امریکا ولسمشر هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیلېدل د خپل حکومت د ډيپلوماتيکو هڅو زیږنده بولي او په خبره یې، دا دده د ادارې هڅې وې چې بیلابېل افغان جهتونه مذاکراتو ته راټول شول.

د ټرمپ له قوله، افغانستان کې ډېر پر مختګ شوی او امریکا به په نږدې راتلونکې کې په دې هیواد کې د خپلو عسکرو شمېر څلور زره ته راټيټ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

انسانان که افغانان دی که نور،الله فرمایی:تاسوموټول دیوه نراوښځی پداکاست اوپرقومواوقبیلومی ددی دپاره وبیشلاست چه تاسویوبل وپیژنۍ بهترین له تاسوهغه دۍ چه تقواداره وی ،اوفرمایی:هغه چه مااورسولان اورځ دآخرت نه منی زمادښمنان دی دوستی مه ورسره کوی که ستاسوپلرونه،زامن،وروڼه اویانورخپلوان وی،نودالله دحکم طابعت حطمی دۍ که یی ونکوداسی سزاراکوی لکه داووخان چه پرچمیان اوخلکیان په حکومت ګډ کړل فیض محمد پرچمۍ یی وزیرداخله کۍ اومحمدمرسی دمصرداخوان المسلمین مشرالسیسی کمونسټ وزیردفاع کۍ ددواړوکمبلی هم دغوکمونسټانوورټولی کړی دالله دحکم نافرمانی دانتجه راولی اشرفغنی کمونسټ اودالله دښمن منافق دۍ دوستی اوصلح یی دالله ناراضیت دۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx