په غزه باندي د اسرائيلي الوتکو بمبار یو منظر - 3-7-2014

په قدس کې د اسرائیل په لاس شهید شوی ځوان محمد ابو خضیر جنازه واخیستل شوه

نن ټکی آسیا: محمد ابو خضیر یو فلسطیني ځوان د یهودي غاصبانو له خوا د قدس په ښار کې هغه وخت اختطاف شو، کله چې هغه د سهار لمانځه ته مسجد ته روان وو، او تر تښتولو وروسته پر هغه تعذیب شوی، په اور سوځول شوی او وژل شوی وو، چې له کبله یې ټول فلسطین او عالم اسلام کې د اسرائیل په خلاف قهر او غوصه خپره شوې.

دا پيښه وروسته تر هغه را منځته شول، کله چې درې تنه غاصب یهودان د نا معلومو وسلوالو له خوا وتښتول شول، او ووژل شول، او داسي ګمان کیږي چې یهودي غاصبینو دغه ځوان د هغه دریو تنو په انتقام کې تر اختطاف وروسته تعذیب کړی، او وژلی دی.

د اسرائیل چارواکي او فوځ فلسطینیان د هغوی په وژنه تورنوي، او له هغه پيښي وروسته یې چمتوالی پیل کړی، چې په غزه باندي یو ځل بیا پراخ برید پیل کړي.

باید وویل شي چې په دې ورستیو ورځو کې اسرائیل درې ځله په غزه بمبار کړی، او هم یې خپل فوځي ځواک د اسرائیل سره په سرحد را ټول کړی، او هره لحظه ددې ګواښ شته چې دغه ځواکونه یو ځل بیا په غزه باندي پراخ ځمکنی او هوائي برید پیل کړي، چې له کبله یې د ازادو ژورنالیستانو او د سیمي څخه د نیژدې لیدونکو او څیړونکو په قول یو ځل بیا د زرګونو ولسي او بې دفاع خلګو د وژني امکان شته.

د محمد ابو خظیر په جنازه کې نن په زرګونو مسلمانانو په داسی حال کې شرکت وکړ، چي زړونه یې د غم او غوصې نه ډک وه، او د اسرائیل په خلاف یې شعارونه ورکول، هغوی په دغو مظاهرو کې د نړۍ په مسلمانانو او عربو غږ وکړ چې دوی د اسرائیلو له ظلمه سره په خلاصون کې مرسته وکړي، دوی نور څه نه غواړي، وسله غواړي، چې د خپل ځان دفاع اقلا په وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د