شعـــــرونه

که محبت کول ګناه هم وي ګناه به نه وي

حنيف حيران

که محبت کول ګناه هم وي ګناه به نه وي
دغه خبره که رښتيا هم وي رښتيا به نه وي

چې مې د ګران وطن نصيب په وينو سور وليدو
خدای ته مې چغې کړې چې خدايه پاکه دا به نه وي؟

باران هم نه و، خو بيا هم راته ډېر ډېر يادېدې
بهر راووتم، چې وګورم هوا به نه وي

دومره راياد شوې چې نامه دې رانه هېره شوله
مينه به وي؛ مګر د مينې انتها به نه وي

خلک خو وايي چې تنها دی، خدای هيڅوک نه لري
زه هم منمه؛ خو زما غوندې تنها به نه وي

وايي اسمان کې د هر چا په نوم يو ستوری اوسي
د هر چا نوم باندې به وي؛ مګر زما به نه وي

د سر په بيه چې تمامه شي،که هر څو ښه وي
سودا به وي حنيف حېرانه؛ خو سودا به نه وي.

۲۰ سنبله ۱۳۹۹، کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx