ورزش

سعودي کې په لومړي ځل ښځينه فوټبال سیالۍ پېل کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د سعودي د سپورت فدراسیون وایي چې په دغه هېواد کې یې د انجونو لپاره د ټولنې په کچه د فوټبال لومړي لیګ پېلولو لپاره خپل وروستی چمتو والی پېل کړی دی.

د ښځینه لیګ مسئوولینو د یادو سیالیو د پېلولو لپاره انتظامات پېل کړي چې ټاکل شوې ده په راتلونکې اکتوبر میاشت کې د سعودي سپورت فدراسیون لخوا د سپورت وزارت تر څارنې لاندې د ښځو ادارې سره په همکارۍ پېل کړي.

د تیرې فبرورۍ په میاشت کې د سعودي سپورت فدارسیون په پلازمینه ریاض کې په ټولنیزه کچه د ښځينه فوټبال لیګ افتتاح وکړه، په دغه غونډه کې د فدراسیون رئیس خالد بن الولید، د سپورت یو شمېر متخصصین، د سپورت لوبډلې، او د نړۍ څخه بهر او دننه مشهورو سپورتي شخصیتونو ګډون کړی و.

د ښځینه لیګ سیالیو لومړی پړاو به په ریاض، جده او دمام ښارونو کې ترسره شي، چې ۱۷ کلنې او له دې پورته انجونې به په کې ګډون کوي.

دا لومړی وار دی چې سعودي په هېواد دننه د ښځينه فوټبال لیګ سیالۍ پېلوي. له دې وړاندې یې په ۲۰۱۸م کال کې په لومړي وار د نندارچیانو په حیث ښځو ته لوبغالي ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې وه.

په دې وروستیو کې د سعودي حکومت د هیئت الترفیه تر نامه لاندې وزارت جوړ کړی چې په ټول هېواد کې د موسیقي، د ښځو او نارینه وو اختلاط، ښځو ته په پراخه کچه سپورتي اسانتیاوې، د موټر چلولو اجازه، تنها سفر، په هوټل کې د اجنبي سړي سره اوسېدل، د سپورت او ساعت تیریو مختلف پروګرامونه جوړول او داسې نور کارونه ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx