افغانستان

خوست کې د واده پر مراسمو چاودنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د خوست ولایت په مرکز کې د واده په مراسمو کې د چاودنې له امله د ۱۲ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي، دا پېښه تیره شپه ۱۰ نیمې بجې د خوست ولایت مرکز اړوند په «کندي» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د واده مراسمو ته څېرمه د موټرسایکل بم چاودنه ترسره شوه.

د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر د معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

ددې پېښې ژوبل کسان د پولیسو لخوا روغتون ته لیږدول شوي؛ خو تراوسه ددې پېښې نور جزیات نه دي رسنیز شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx