افغانستان

بدخشان کې د نښتې پرمهال د اربکیان یو قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) عمومي قومندان له طالبانو سره په جګړه کې خپل وژل شوی دی.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناءالله روحاني وايي، طالبانو تیره شپه د درایم ولسوالۍ په «پیتاوک» سیمه کې د ولسوال ګل آغا او د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) عمومي قومندان عبدالحی په کور برید کړی او سخته نښته رامنځ ته شوې.

نوموړی زیاتوي په دغه نښته کې د اربکیانو قومندان عبدالحی وژل شوی او د درایم ولسوال ګل آغا په ګډون ۳ تنه نور ټپیان دي.

بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې پروت ولایت دی چې یو شمېر ولسوالۍ یې له تیرو څو کلونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او د مرکز فیض آباد په ګډون ګڼو ولسوالیو کې فعال حضور لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx