افغانستان

نورستان کې ۱۴ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله کې تازه ۱۴ تنه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس یاده شمېره تسلیم شوي دولتي عسکر او دولتي منسوبین د نورستان ولسوالۍ د برګمټال ولسوالۍ اړوند دي، چې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا ورته هرکلی ویل شوی او تضمین پاڼې هم ورکړل شوي دي.

«د نورستان ولایت، برګمټال ولسوالۍ کې د کابل ادارې ۱۴ کارکوونکي د حقیقتونو د درک په نتیجه کې له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو، د دعوت او ارشاد مسؤلینو د دوی د راتلو هرکلی کړی، او بیرته مزدوري ادارې ته د نه ورتلو پخې وعدې له مخې یې د باور پاڼې په ورکولو سره بیرته ازاد ژوند ته سوق کړی دی.»

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x