نظــر

اتلانو ښه راغلاست!

عبدالرحیم ثاقب

بالاخره هغه (6) تنه طالب بندیان چې ښاغلی غني تري ټوله امریکا او اروپا ویرولې د قطر هیواد پلازمینې دوحې ښارته راورسيدل.

یاد بندیان د پنځه زره طالب بندیانو په جمله کې هغه اتلان دي چې هر یویې د صلیبي ټلوالې په لیکو کې د بهرنیو یرغلګرو د وژلو په جرم !!! د کابل د اسلامي جمهوري دولت !!! د محاکمو لخوا په اعدام محکوم شوي وو.

یاد اتلان د (۵۰۰۰) بندیانو په جمله کې هغه کسان دي چې ارګ یې د خلاصولو په اړه د خپلې راغوښتلې لويې جرګې له پریکړې هم بیرته پر شا او ارګ مشر غني د هغوی په اړه په نیویارک ټایمز کې ولیکل چې خلاصول یې د واشنګټن، لندن او پاریس لپاره ګواښوونکی دی.

یاد اتلان به تر یوې ټاکلې مودې پوري په دوحه کې میشت او د هغې تر پوره کیدو وروسته به په خپله خوښه خپل راتلونکی ټاکي.

ارګ مشر چې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو لپاره یې د يادو بنديانو د خلاصون په مخنیوي کې ډیرې هلې ځلې وکړي، خو دادى ګورو چې هغوي هم د ده  د مزاج برخلاف د قطر هیواد په ځانګړې تشریفاتي الوتکه کې دوحې ته ورسول شول.

یاد اتلان د غازي اکبر خان او ایوب خان د میړنیو وارثینو په توګه هغه غازیان دي چې د هر یوه په نوم باید د هیواد د استقلال او خپلواکۍ مډالونه ثبت شي.

هو !
یاد غازیان د هیواد د دفاع او خپلواکۍ هغه تاریخي اتلان دي چې جهادي کارنامې به یې زمونږ د هیواد په ویاړلې تاریخ کې په زرینو کرښو د تل لپاره کښلي وي.

هغوی ته دې ستر ویاړ د مبارکې ترڅنګ ښه راغلاست وایو او له لوی څښتن تعالی څخه غواړو چې د دوی آزادي د هیواد د دفاع د ټولو اسیرو مجاهدینو د آزادي اوپه ګران  هیواد کې د امن او سوکالي د ټینګښت لامل وګرځوي.

اللهم آمین .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
MD Ghafoor

واقیعت چي ده افغانستان اسلامي ولس ته يو وياړ دي انشاالله ميډال به ورکول کيږي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx