ورزش

محمد شهزاد د سږکال شپږيزې ليګ لومړۍ سليزه ووهله

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۹ل): د مس عينک اتلانو لوبډلې اوپنر چټک توپ وهونکی محمد شهزاد په سږکال شپږيزه ليګ کې لومړی لوبغاړی شو چې سليزه يې ووهله.

شهزاد محمدي نن د جمعې په ورځ د بوست ساتونکو لوبډلې پر وړاندې په ۶۳ توپونو سليزه ووهله، چې ۳ شپږيزې او ۱۵ څلوريزې هم په کې شاملې وې. هغه ټولې ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

له دې وړاندې په سږکال شپږيزه ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې مشر ځوان لوبغاړي رحمان الله ګربز په ۹۹ منډو سوځېدلی دی.

د مس عينک اتلانو لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۸ منډې جوړې کړې، د شهزاد سليزې سربېره بهار شينواري ۳۱ او همي ځدران ۳۵ منډې جوړې کړې.

محمد شهزاد تېر ۲۰۱۹م نړيوال جام پرمهال د ټپي کېدو له کبله له ملي لوبډلې بهر شو، خو د بهر کېدو په غبرګون کې نوموړي ناسمې څرګندونې وکړې چې بالاخره د يو کال لپاره د بنديز سره مخ شو.

هغه له يو کلن ځنډ وروسته يو وار بيا کورنۍ سياليو ته راستون شوی چې تر دې دمه يې د شپږيزې ليګ په څلورو لوبو کې په ۱۱۷ اوسط ټولې ۲۳۴ منډې ترسره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx