افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل مذاکراتي ټیم دوحې ته ولاړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل مذاکراټي ټیم په بین الافغاني مذاکراتو کې د برخې اخیستلو په موخه له کابله دوحې ته روان شو.

د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر “عبدالله عبدالله” دوحې ته د خوځېدو په مهال د کابل په هوایي ډګر کې رسنیو ته ویلي چې سبا (د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو ورځ) به د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ وي؛ خو په خبره یې په دې لاره کې ننګونې هم شته چې باید له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي ویلي “چې د مذاکراتو دواړه لوري باید په دې وپوهېږي چې له نظامي لارې پایلې ته رسېدای نشو.”

بین الافغاني مذاکرات چې تمه ده سبا په دوحه کې پیل شي د افغان جهتونو او طالبانو د مذاکراتي پلاوو تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “مایک پمپیو”، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی “زلمی خلیلزاد”، د پخلاینې عالي شورا مشر “عبدالله عبدالله”، د بهرنیو چارو وزیر “حنیف اتمر”  او د لسګونو هیوادونو سفیران هم د مذاکراتو د پیلېدو په غونډه کې د ګډون په موخه دوحه کې دي.

امریکا او بېلابېلو جهتونو د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو له اعلان هرکلی کړی او د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت یې تاریخي بللی.

ورته مهال د امریکا ولسمشر هم د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل مثبت پرمختګ بللی او له افغانستانه یې د زرګونو عسکرو د ویستلو اعلان کړی.

ټرمپ یاده کړه چې په ډېر لنډ وخت کې به افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۴۰۰۰ ته را ټیټ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جانان احمدزي

د کابل حکومت پلاوی دوحې ته ولاړ تر څو د پنجاب حکومت (طالبانو) سره خبرې وکړي او له هغوی څخه به وغوښتل شي تر څو نور افغان وژنه بس کړي او د ډيورند کرښې لپاره مسلمانان ونه وژني. موږ په هيڅ قيمت خپله خاوره چاته بښلی نشو.

طوطی

په غونډه کی به سری کرښی له دواړو طرفه اعلانیږی. ګیلی او ګیلی بازی به وی ځکه چی افغانان د غونډو او د مجالسو په دستور نه پوهیږی. مجاهدینو په کعبی کی قسم وکړ خو چی کله بیرته راغلل همو خرک، همو درک. بیا یی یو بل سره لکه سپی وخوړل. هیله مند یم چی داسی ونشی د ملت غوښتنو ته پام وشی او یو دایمی اوربند او بالاخره د خلکو په خوښه یو قوی حکومت را منځ ته شی. ځینی خبری چی طالبان او حکومت سره پری نه جوړیږی هغه موضوع ګانی د لویی جرګی ته او یا خلکو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx