لیکنېنظــر

د دوحې مذاکرات؛ تاریخي فرصت او تاریخي مسوولیت

ذاکر جلالي

بالاخره د شپږو تنو طالب بندیانو د خلاصون ربړه اواره او د ارګ او ګڼو سیاسي لوریو مرکچي پلاوی له کابله د دوحې پر لور والوت. د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر ۱۲مه، ۲۰۲۰ به موږ د هغو بین الافغاني خبرو د پیل شاهدان واوسو. د بین الافغاني خبرو د پرانیستې مراسمو کې به د طالبانو، افغان حکومت او سیاسي لوریو د مرکچي پلاوو تر څنګ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو، د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم ګډون وکړي. دغه مذاکرات تر نژدې وختونو پورې ډېرو ته یو خیال او وهم برېښېد. خو له نېکه مرغه، دغه پړاو راورسېد.

د دوحې د هوکړې د دویم پړاو له پلې کېدو سره چې بین الافغاني خبرې دي، مذاکرات افغاني کېږي. د بحث محوري مسئله د راتلونکي افغانستان د نظام بڼه او واک وېش دی. د دې پړاو له پیل سره، موږ یو لوی فرصت ترلاسه کوو او په ورته وخت کې د مذاکراتو لوري یو ستر مسوولیت په اوږو اخلي. دا فرصت افغانستان ته د سولې او ټیکاو د راګرځېدو دی. داسې فرصت چې د افغانستان په تېر څه باندې څلوېښت کلن کړکېچ کې نه و رامنځ ته شوی. افغانستان ته د سولې او ټیکاو د راګرځولو په پار د سیمې د هېوادونو او متحده ایالاتو ترمنځ بې‌مخېینې اجماع وینو. سره له دې چې د دغو دولتونو ترمنځ په ډېرو مواردو کې اړیکې ترینګلې دي، خو د افغانستان په مسئله کې یوه خوله دي.

دا فرصت افغان لوریو ته مسوولیت راجع کوي، چې باید په پوره درایت، صداقت او ظرفیت د دې مسوولیت له عهدې ووځي او د خپلو ډېرو خاصو او شخصي او ګوندي ګټو پر ځای د افغانانو ارزښتونو او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. په مذاکراتو کې تر ټولو مهمه دا ده چې لوري دا نیت ولري چې یوه حل ته به رسېږو. که نیت د حل نه وي، هېڅکله مذاکرات نه کامیابېږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ نوولس کاله سخته جګړه وشوه؛ خو کله چې دواړو لوریو غوښتل چې سیاسي حل ته سره ورسېږي، له سختو مذاکراتو وروسته حل ته ورسېدل.

دغسې اوس هم د افغان لوریو نیت مهم دی. که یو لوری هم د حل لپاره رښتینی نه وي، دا مذاکرات هره ګړۍ ناکامېدای شي. خو د مذاکراتو دا ناکامي به عادي ناکامي نه وي. دا ناکامي یو ځل بیا جګړې ته ورګرځېدل دي. یو بل ناورین دی. امریکایان واردمخه طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي او د دوحې د هوکړې له مخې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه په څوارلسو میاشتو کې وځي. یعنې له یادې هوکړې سره سم، اته میاشتې وروسته به بهرني ځواکونه په افغانستان کې نه وي.

اوس که بهرني پوځیان له هوکړې سره سم وځي او بین الافغاني خبرو نتیجه نه وي ورکړې او یا لږ تر لږه خبرې مثبتې خواته روانې هم نه وي، د دې احتمال ډېر دی چې یو ځل بیا د شدیدې جګړې شاهدان واوسو. تېره اوونۍ د ډاکټر غني مرستیال، امرالله صالح ویل «موږ وخت لرو او طالبان ګړۍ». خو زه فکر کوم دا فرمول معکوس دی. د دوحې د هوکړې له لاسلیک وروسته، افغان حکومت ګړۍ لري او طالبان وخت. طالبانو سره امریکا خپله ستونزه مخامخ اواره کړه.

په هر صورت، دا به پر خپل ځای پرېږدو چې څوک وخت لري او څوک ګړۍ، خبره دا ده چې له دې فرصت څخه پر ځای استفاده د افغان لوریو ستر دیني او ملي مسوولیت دی او که هر لوری په دې برخه کې ناغېړي کوي، د تاریخ محاکمې سره مخ کېدونکی دی. افغانان دغو مذکراتو ته ډېرې هیلې لري. دغو مذاکراتو پورې زموږ سوله تړلې، زموږ ژوند تړلی!

د خپلواک او امن افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx