افغانستان

لوګر کې امریکایي الوتکو ملکي وګړي بمبار کړي/انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې لوړپوړي امریکایي ډيپلوماټان د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په ناسته کې د ګډون په موخه دوحې ته تللي؛ امریکایي الوتکو د لوګر ولایت په مرکز کې د ملکي وګړو پر موټر او یوه مسجد ډرون بریدونه کړي.

له سیمې څخه یوې سرچینې “نن ټکی اسيا” ته وویل، چې نن غرمه مهال یوه بجه شاوخوا امریکایي ډرون الوتکو د لوګر ولایت د مرکز اړوند “پیاروخیلو” کلي کې پر یوه مسجد او د ملکي وګړو پر یوه موټر برید کړی چې له امله یې لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سرچینې په خبره، په برید کې دوه تنه عام وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دغه  برید داسې مهال دی چې تمه ده سبا په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.

د ګڼو نورو هیوادونو تر څنګ امریکا هم د یادو مذاکراتو له پیلېدو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی،  چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل نلري او له سیاسي لارې یې باید د حل هڅه وشي.

امریکایي لوري که څه هم د برید په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون له مخې امریکایي ځواکونه نشي کولای بمبار او یا هم تعرضي بریدونه وکړي.

تر دې وړاندې هم طالبانو په بیا، بیا د مستندو معلوماتو په وړاندې کولو امریکایي لوری تورن کړی وو چې له شوې توافقنامې یې سرغړونه کړې او ددوی په جنګیالیو او ملکي وګړو یې بریدونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x