افغانستان

امریکا کې د اورلګېدنې له امله ۲۳ تنه مړه او سلګونه زره نور بې کوره شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا په لویدیځو ایالتونو کې د پراخې اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه شوي او سلګونه زره نور بې کوره شوي دي.

یورو نیوز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې پراخې اورلګېدنې او هواګانو د امریکا په لویدیځو ساحلي کالیفورنیا، اوریګون او واشنګټن ایالتونو کې ګڼ ځنګلونه او د خلکو د استوګنې زرګونه کورونه سوځولي دي.

د اریګون ایالت چارواکو د اور د کنترول پرځای د خطر لاندې ساحو خلکو ته ویلي، چې خپل کورونه تخیله کړي او خوندي سیمو ته ځانونه ورسوي.

تراوسه په دغو درې واړو ایالتونو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه شوي، زرګونه کورونه او کروندې ویجاړې شوي او له ۵۰۰ زره څخه زیات خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره شوي دي.

د اوریګون ایالت چارواکي ددې اور له کابو کولو څخه ځکه مایوسه شوي، چې له دغو اورونو سره د ۵۰ میله په سرعت هوا مله ده، د کومې له امله چې د اور لمبې په ډیر سرعت سره سیمه کې خپریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

چا چې زما کور وران کړی دی دهغه کور دې الله پاک ګډ او وران کړي !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x