افغانستانسولې اړوند خبرونه

پمپيو: که طالبان کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي، ټول ځواکونه وباسو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وایي، که طالبان له امریکا سره په توافقنامه کې کړې ژمنې عملي کړي امریکا تیاره ده، ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

پمپيو دغه څرګندونې د بین الافغاني مذاکراتو په لومړۍ ناسته کې د ګډون په موخه دوحې ته د خپل تګ په مهال خبریالانو ته کړې.

نوموړي ویلي « له افغانستانه د امریکایي عسکرو وتل د طالبانو له لوري په شوو ژمنو پورې اړه لري، که هغوی توافقنامه کې کړي تعهدات عملي کړي، موږ چمتو یو افغانستان کې د خپلو عسکرو حضور صفر ته راکښته کړو.»

پمپیو که څه هم د بهرنیو عسکرو د وتلو او بین الافغاني مذاکراتو د برخلیک د تړاو په اړه څه ونه ویل؛ خو ټينګار یې  وکړ، چې اوس د افغان مشرانو مسئولیت دی تر څو د خپل هیواد برخلیک وټاکي.

د نوموړي له قوله، بین الافغاني مذاکرات به پېچلي پړاوونه ولري؛ خو دا اوس د افغان مشرانو د مسئولیت برخه ده چې سم ګامونه واخلي «د هغوی خپل هیواد دی، کوښښ دې وکړي، د افغانستان د خلګو لپاره غوره راتلونکې وټاکي.»

د پمپيو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده سبا د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ په دوحه کې مذاکرات پيل شي.

دغه خبرې چې د بندیانو د تبادلې پروسې د نه بشپړېدلو له امله له ټاکل شوې نېټې میاشتې وروسته پیلېږي، د طالبانو له لوري ورته یو پیاوړي مذاکراتي ټیم ټاکل شوی، چې ویل کېږي دیارلس تنه یې د رهبري شورا غړي دي.

داسې ویل کېږي، چې په سبانۍ ناسته کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» او «خلیلزاد» تر څنګ د لسګونو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او سفیران هم په فزیکي او یا هم پر لیکه ډول ګډون لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

DA WARRAI NA SHARRAI KEGAI.

No, the US is not pulling out at all. These are all excuses to take time and find ways to blame Taliban. There might be a chance for pulling out the army if the democrats win the election

Through these negotiations, Taliban are wasting the time and losing the game

Do not forget that KAGAH KHOLA PA SOOK SAMEGAI

جمیل

الهی جل جلاله ته د خپل دین (اسلام) ساتونکی یی ، ته بری ورکړی هغو ته چی ستا نظام غواړی .
امین یا رب العالمین

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx