افغانستان

طالبانو د خپل ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوي د اعضاوو معلومات رسنیز کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبانو په لومړي ځل بین الافغاني مذاکراتو کې له خپل لوري د برخه اخیستونکي ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوي د اعضاوو شخصي معلومات رسنیز کړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په رسمي ټویټر پاڼې خپره شوې، په بین الافغاني مذاکراتو کې د برخه اخیستونکو ۲۱ تنو طالب استازو د زوکړې، زده کړې، په سیاسي او نظامي برخو کې د هغوی د کاري تجربو په هکله لنډ معلومات خپاره شوي دي.

ددې لپاره چې تاسو د طالبانو د مذاکراتي پلاوي د اعضاو په هکله پوره معلومات ولرئ د طالبانو لخوا رسنیز شوی فایل دلته کټ مټ نشر ته سپارو:

«د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم غړو لنډه پیژندنه

۱ــ  محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني صاحب:

محترم شیخ مولوي عبدالحکیم د شیخ خدایداد زوی د کندهار ولایت د میوند ولسوالی په بند تیمور کې په ۱۳۳۶ هجري شمسي کې زیږېدلی دی.

د طالبانو د اسلامي تحریک په پيل کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد سره ملګری وو، دتحریک په بنسټ ایښودو کې يې مهم رول درلود.

د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د کندهار ولایت په جهادي مدرسه کې د تدریس تر څنګ د تمیز ریاست او په مرکزي دار الافتاء کې یې خدمت ترسره کړی دی.

پر هیواد د امریکايي یرغل وروسته د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په هدایت د محاکمو اوسنی جوړښت او تشکيل کې یې مهم رول ادا کړی، کله چې اوسنی امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخوندزاده د سترې محکمې رئیس وو، شیخ مولوي عبدالحکیم صاحب د تمیز محکمې ریاست په غاړه درلود. د مشر په توګه د شیخ صاحب هبة الله اخوندزاده ټاکل کېدو وروسته د سترې محکمې د مشرۍ چارې شیخ مولوي عبدالحکیم ته وسپارل شوې.

نوموړی اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت د رهبري شوری غړی او د مذاکراتي ټیم مشر دی.

۲ــ محترم شیر محمد عباس ستانکزی صاحب:

محترم شیرمحمد عباس ستانکزی د مرحوم حاجي پادشاه خان زوی، په 1338هـ ش کال د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په عباس کلي کې زیږېدلی دی.

ابتدايي زده کړې يې د خپل کلي په جومات او د کابل په عمراخان ښوونځي کې ترسره کړي او د کابل حربي ښوونځي څخه فارغ شوی دی.

د سردار محمد داود خان لخوا د نورو افغان محصلینو سره یوځای د لوړو نظامي زده کړو لپاره هندوستان ته ولیږدول شو او په 1360هـ ش کال د تعلیم له بشپړولو ورسته د شوروي اشغال پرخلاف د جهاد لیکو ته وروګرځید.

په جمعیت اسلامي او اتحاد اسلامي ګوندونو کې يې د نظامي استاذ په توګه دندې ترسره کړي، او په 1364هـ ش کال د اتحاد اسلامي د جنوب لویدیځې حوزې نظامي آمر و. نوموړي د قلات، د کندهار هوايي ډګر، د لښکرګاه او نورو لویو عملیاتو کې عملا برخه اخیستې او له هماغه وخته یې د ملابورجان، ملا مشر، ملا محمد رباني او نورو پخوانیو طالب مشرانو سره پیژندګلوي درلوده.

په1369هـ ش کال د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د عمومي نظامي مسئول په توګه وټاکل شو او د نجیب د حکومت تر سقوطه په همدې دنده پاتې شو.

د تنظیمي جګړو پر مهال په کور کښیناست، کله چې د طالبانو تحریک راپورته شو ورسره یوځای شو. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لومړی د کندهار ولایت د خارجه ارتباط مرستیال و، بیا په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د معین او بیا د عامې روغتیا وزارت د معین په توګه دندې ترسره کړي.

پر هیواد د امریکایې یرغل وروسته یې یوځل بیا په نظامي او سیاسي مبارزه لاس پورې کړ، په لومړي سر کې د طالبانو د سیاسي کمیسون غړی و، بیا یې مرستیال شو، د 2015م اګست څخه بیا تر 2019م جنوري پورې د سیاسی دفتر رییس پاتي شوی.

ستانکزي صیب د امریکایانو سره د مذاکراتي ټیم مشري په غاړه درلوده، او اوس مهال د رهبري شورا غړي، د سیاسی دفتر معاون او د مذاکراتي ټیم مرستیال دی.

۳ـــ محترم ملا محمد فاضل مظلوم صاحب:

محترم ملا محمد فاضل په 1345هـ ش د روزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.

 ابتدائي او دیني زده کړي يې په هیواد کې دننه په مختلفو مدارسو او مساجدو کې د وخت د مشهورو علماو څخه تر لاسه کړي دي.

محترم ملا فاضل اخوند په ګوانتنامو بندي خانه کې د قرآن کریم حفظ وکړ.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ملي دفاع وزارت معین او لوی درستیز و.

پر افغانستان د امریکايي یرغل په لومړیو ورځو کې ملا محمد فاضل په شمال کې اسیر او بیا امریکایانو ته وسپارل شو. نوموړی په 11/ 1/ 2002م تاریخ د کیوبا ګوانتنامو زندان ته ولیږدول شو چې شاوخوا دیارلس کاله هلته بندی و.

نوموړی بلاخره په 1 د جون 2014م د یو امریکايي بندي (بوبرګډال) سره د تبادلې په نتیجه کې د څلورو نورو طالب مشرانو سره یو ځای ازاد او قطر هیواد ته انتقال شو.

ملا محمد فاضل اخوند په کال 2018م کې د سیاسی دفتر او امریکایانو سره د مذاکراتی ټیم غړي وټاکل شو. او بیا وروسته د مذاکراتي ټیم معاونیت هم ور وسپارل شو.

نوموړی اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت د رهبري شورا غړی، د سیاسی دفتر او مذاکراتي ټیم غړی دی.

۴ــ محترم مولوي صاحب عبدالسلام حنفي:

محترم مولوي عبد السلام حنفي د علي مردان زوی په ۱۳۴۸ هـ ش کال کې د درزاب اوقوش تپې ولسوالۍ چې مخکې د فاریاب ولایت مربوط وه او فعلا د جوزجان ولایت اړوند ده، په ګردن کلي کې زیږیدلی دی.

ابتدائي زده کړې یې د شیربیګ په ښوونځي کې کړي دي، کله چې جهاد شروع شو، په خپل کلي کې يې دیني زده کړو ته ادامه ورکړه، صرف، نحو اوابتدایي د فقه کتابونه دلته ولوستل، او بیا یې د سرپل او فاریاب ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې د مشهورو دیني علماوو څخه د بېلابېلو فنونو یعني نحو، منطق، حکمت، بلاغت، فقه، قرائت اوتجوید کتابونه ولوستل.

د تعلیم د پوره کولو په خاطر یې پاکستان ته هجرت وکړ او هلته یې بیا په مارتونګ، ډاګي او پيښور کې لوی منطق، ریاضي، اصول فقه، ادب، مناظره، عقاید او د قرآن کریم ترجمه ولوستل او تر وړې دورې یې زده کړې وکړې. بیا د لویې دورې لپاره د کراچي ښار مشهورې دیني مدرسې دارالعلوم کراچي ته ولاړ او هلته یې په ۱۴۱۴ هـ ق کال کې لويه دوره وکړه. بیا یې په بهاولپور کي اصول افتاء، احادیث، تفاسیر او د فقه کتابونه یو وار بیا ولوستل. بیا یې په رحیم یارخان جامعه تفسیریه کی د فتوی نویسي، او میراث زده کړې وکړې. نوموړي د دیني زده کړو سربېره د رخصتیو پر مهال د مختلفو ژبو، د کمپیوټر د آفس پروګرامونو اوهارډویر کورسونه او همدارنګه اکونټینګ کړي دي.

حنفي صاحب د فراغت څخه وروسته مختلف فنون، علوم تر وړې دوري او ترمذي شریف او د میراث دورې تدریس کړی دی.

نوموړی درې کاله د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې د اسلامي ثقافت استاد پاتي شوي. همدارنګه په مختلفو هیوادونو کي یې د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو په باب زده کړي کړي دي.

حنفي صاحب د خپلې مورنۍ ژبې ازبیکي سربېره د پښتو، فارسي، انګلیسي، عربي، اردو، قرغیزی، ترکمنی او ترکي ژبو سره هم بلدتیا لري.

کله چې د طالبانو اسلامي تحریک په کندهار کې پیل شو، حنفي صاحب هغه وخت استاد وه او تدریس یې کاوه او د خپلو شاګردانو او د فاریاب ولایت نورو علماوو او طالبانو سره په ګډه د طالبانو اسلامي تحریک سره یو ځای شو.

د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال یې لومړنۍ دنده په فراه ولایت کې د تعلیم او تربیې د رئیس په توګه تر سره کړې او بیا یو کال په کابل کې د تعلیم او تربیې وزارت د سرپرست په توګه هم پاته شوی او بیا په همدې وزارت کې د تدریسی معین په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۰۱ کال د امریکایانو د یرغل وروسته محترم حنفي صاحب د اسلامي امارت لخوا د جوزجان ولایت د والي او مسؤول په حیث وټاکل شو. او څه موده وروسته بیا د سیاسي کمیسون د غړي او د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله لخوا د رهبري شوری د غړي په حیث هم وټاکل شو.

محترم حنفي صیب اوس مهال د سیاسي دفتر معاون او د مذاکراتي ټیم غړی دی.

۵ــ محترم ملا عبدالمنان عمري صاحب:

محترم ملا عبدالمنان عمري د کندهار ولایت د میوند ولسوالی اوسیدونکی دی. د مرحوم امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد ورور دی.

نوموړي په افغانستان کې پر مختلفو مشهورو علماو تر وړې دورې پوري دیني زدکړي کړي دي.

 د مختلفو خدمتونو تر څنګ یې د افغانستان اسلامي امارت دعوت او ارشاد، جلب او جذب کمیسون مشري او همداسي یې د افغانستان اسلامي امارت د ملکی تلفاتو مخنیوی او د سمع شکایاتو د کمیسون مشري هم کړې.

نوموړی اوس مهال د رهبري شورا غړی او د مذاکراتي ټیم غړی دی.

۶ـــ محترم الحاج مولوي عبدالکبیر صاحب:

محترم مولوی عبدالکبیر د محمد جان زوی د بغلان ولایت، نهرین ولسوالی د قریه «تنګي تبقان» په «تنګي ځدران» کلي کې په کال ۱۹۷۲م کې زیږېدلی دی.

نوموړی د دیني علومو فارغ التحصیل عالم او قومي مخور شخصیت دی.

د افغانستان اسلامی امارت د واکمنی پر مهال د لوګر والي، د ننګرهار والي، د ختیځ زون تنظیمه رئیس او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په توګه دندې اجراء کړي.

نوموړی د اسلامی امارت د بانفوذه مشرانو څخه دی، نوموړی په ۲۰۰۵ نه وروسته د ۲ کلو لپاره د سیاسی کمیسون مشری هم کړی

محترم مولوی صیب اوس مهال د افغانستان اسلامی امارت د رهبری شورا غړی، د دعوت او ارشاد، جلب او جذب کمیسون مشر او د مذاکراتی ټیم غړی دی.

۷ــ محترم مولوي امیر خان متقي صاحب :

مولوي امیر خان متقي د مرحوم حاجي نادر خان زوی په ۱۳۴۹ هجري شمسي کال د کب د میاشتې په اومه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې دنیا ته راغلی. ابتدائي زده کړې یې د خپل کلي په مسجد او د سیمي په ابتدائې مکتب کي کړي. د ثور د کمونیستي کودتا او وروسته شوروي یرغل له امله چې زموږ زیات شمیر هیوادوال مهاجرت ته اړ شول. نوموړی د ۹ کلونو په عمر چې د مکتب په دریم صنف کې و له خپلې کورنۍ سره له هلمند څخه ګاونډي هیواد پاکستان ته مهاجر شو.

نوموړي د هجرت په مهال خپلو دیني زده کړو ته دوام ورکړ او د ځوانۍ عمر ته په رسیدو یې د جهادي صف په تشکیلاتو کې هم خدمت پيل کړ. مولوي امیر خان متقي دینې زده کړې پای ته رسولي او د نبوي احادیثو د وړې او لویې دورې کتابونه یې په کابل باندي د اسلامي امارت له واکمني ورسته وویل او له دیني علومو د فراغت سند یې ترلاسه کړ.

کله چې په ۱۳۷۳ لمریز کال کې د فساد او ګډوډۍ په مقابل کې د طالبانو اسلامي تحریک پیل شو. نوموړی له دې تحریک سره یوځای او د تحریک په چوکاټ کې یې جهادي خدمت پيل کړ.

مولوي امیر خان متقي د کندهار ښار له نیولو څه موده وروسته د طالبانو داسلامي تحریک دعالی شوری له غړي توب سره په ۱۳۷۳ لمریز کال د کندهار د شریعت غږ راډیو د آمر په حیث وټاکل شو. د ۱۳۷۴ لمریز کال د سرطان په میاشت کې متقي صاحب د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په حیث وټاکل شو. چې د پلازمینې کابل د فتحې تر وخته یې همدې وظیفې ته دوام ورکړ.

د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په میاشت کې چې کله پلازمینه کابل فتحه شو، متقي صاحب په همدې میاشت کي د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر په حیث وټاکل شو. نوموړي څو کاله د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په حیث خدمت ترسره کړ چې ورسره یې د اسلامي امارت ویاندي هم کوله او رسنیو ته یې د اسلامي امارت مواقف اعلانول.

مولوي امیر خان متقي وروسته د ۱۳۷۸ کال د عقرب په میاشت کي د چارو د ادارې د لوی رئیس په حیث وټاکل شو او له څه موده وظیفې ترسره کولو وروسته د ۱۳۷۸ هـش کال د حوت په میاشت کي د تعلیم او تربیې د وزیر په حیث وټاکل شو چې د امریکایي یرغل تر وخته یې همدا وظیفه سرته رسوله.

مولوي امیر خان متقي د هغه پلاوي مشرتوب هم درلود چې له مخالفینو سره د خبرو لپاره د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد لخوا تعین شوی و. د نوموړي تر مشرۍ لاندې یاد پلاوي له مخالفینو سره د ازبکستان په تاشکند کې د ۶ + ۲ هیوادونو په ګډون او بیا د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد او بیا د اسلامی کانفرانس په منځګړیتوب د سعودي عربستان په جده کي مذاکرات ترسره کړل.

د امریکایي یرغل په وړاندې د جهاد په مرحله کې مولوي امیر خان متقي ډیر کلونه د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون مشر و. نوموړي په خپل مبتکرانه فعالیت سره د دښمن د پراخ رسنیز یرغل په وړاندې د نشراتي جهاد یوه منظمه دستګاه رامنځته کړه او د یوه فعال فرهنګي ټیم په مټ یې د جهاد په اړه د اذهانو په تنویر او د دښمن د تبلیغاتي یرغل په شنډولو کې اساسي نقش درلود.

مولوي امیر خان متقي چې د اسلامي امارت د رهبري شوری غړیتوب هم لري  په ۱۴۳۹/۹/۲۵ هـق نيټه د مشر تابه د دفتر د ریس په حیث وټاکل شو او له دوو کلونو راهیسې یې د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ریاست په غاړه درلود او ورسره له امریکایانو سره په ۲۰۱۹/۲/۱۲ م نیټه د مذاکره کوونکي پلاوي غړی هم وټاکل شو. نوموړی د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د اسلامي امارت لخوا د ټاکل شوي پلاوي غړیتوب هم لري.

۸ــ محترم ملا نورالله نوري صاحب:

محترم ملا نورالله نوري د مولوي غلام عمر الدین زوی د زابل ولایت د شاجوۍ ولسوالۍ د چشمه بهرام خیلو په کلی کې په کال ۱۳۵۰ هجري شمسي کې زیږیدلی دی. ابتدایې او لوړی زدکړې یې ټولې په هیواد کې دننه په مختلفو مدرسو اومساجدو کې ترسره کړي دي.

محترم نوري صیب په ګوانتنامو کې د قرآن کریم شل سیپارې حفظ وکړ او د خپلي مورنۍ ژبي پرته په فارسی اوعربي ژبو باندي رواني خبري کولای شي.

نوموړی په ډیر کم عمري کې د پخواني شوروي یرغل پر خلاف په جهاد کې عملا برخه اخیستې او د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم په چوکاټ کې یې سیاسي ژوند پیل کړی.

د هیواد څخه د شوروي یرغلګرو تر وتلو یو کال وروسته په ۱۹۸۹م کې نوري صیب د خپلی سیمي د مدرسو له طالبانو سره په ګډه د خپلي سیمي د نظم اومنکراتو څخه د مخنیوي په هدف یو اتحاد طلبه تنظیم جوړ کړ چې خپله نوري صیب یې د معاون په حیث وټاکل شو.

دغه اتحاد طلبه پنځه کاله دوام وکړ او په دغه دوره کې یې ځیني مهم فعالیتونه ترسره کړل.

کله چې په کندهار کې دمرحوم مشر ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له خوا تحریک شروع شو اوبولدک فتحه شو نو نوری صیب د خپل ولایت د طالبانو په نمایندګي له یو هیأت سره کندهار ته ولاړ او د مشر ملاصیب سره ملګری شو. او سمدستی دمرحوم ملا صیب لخوا په کارونو توظیف او د خپلو طالبانو سره یو ځای په نظامي کارونو بوخت شو.

نوری صیب د کابل تر فتحې مخکې په خوست ولایت کې د امنیه قومندانۍ معاون او د میدان وردګو ولایت د والی په حیث دندې ترسره کړي.

د کابل تر فتحې وروسته نوموړی د لغمان ولایت د والي په حیث دوه کاله وظیفه اجرا کړی، ورپسي د بغلان ولایت د والي په توګه یو کال او د اسلامی امارت د حکومت په آخري کلونو کې د بلخ ولایت والي او د شمال زون تنظیمه رئيس وو.

پر هیواد د امریکایې یرغل په دوران کې نوري صیب په شمال کې اسیر شو، دیارلس کاله او څو میاشتي په ګوانتنامو زندان کې بندي وو.

چې بالآخره د ۲۰۱۴ د جون په لومړۍ نیټه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د یوي تبادلي په نتیجه کې د څلورو نورو ملګرو سره یوځای ازاد او قطر هیواد ته انتقال شو.

نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې داسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی او په ۲۰۱۹ فبروري کې دامریکایانو سره د مذاکراتی ټیم غړی وټاکل شو. او اوس مهال د رهبري شورا غړی، د سیاسي دفتر غړی او د مذاکراتی ټیم غړی دی.

۹ــ محترم قاري دین محمد حنیف صاحب:

محترم قاري دین محمد،حنیف، فرزند مرحوم قاري محمد نذیر در سال ۱۳۴۲ هجري شمسی در روستای سپین ارزنچي، ولسوالی یفتل سفلی ولایت بدخشان بدنیا آمده.

در عمر ۱۵ سالگي حفظ قرآنکریم را تکمیل نمود. سپس دروس ابتدایی را نزد والد محترم خویش آغاز کرد، وي مشغول درس و فرا گیری علم بود که کودتای منحوس هفت ثور بوقوع پیوست.

با قدرت رسیدن کمونیستها و آغاز جهاد و قیام مسلحانه ملي علیه این پدیده شوم، مدارس دیني و مراکز تعلیمي توسط کمونیست های دین ستیز و دین گریز تعطیل، تخریب و یا به اثر جنګها آسیب پذیر گردید.

سر انجام در سال ۱۳۶۴ بکشور همسایه پاکستان مسافرت نموده و در آنجا در مدارس محتلف ایالت سرحد (خیبر پختونخوا) درس و تحصیل خویش را ادامه داد، علوم وفنون مروجه را با شمول دوره کوچک تکمیل نمود، همزمان اراده دوره حدیث را داشت که تحریک اسلامي طالبان برای امنیت کشور ظهور کرد.

قاري دین محمد حنیف نیز همراه با صدها تن از طلباء ولایت بدخشان به این کاروان پیوست.

پس از فتح کابل الی پایان حاکمیت رسمي امارت اسلامي افغانستان در ابتداء وزیر پلان، سپس بصفت وزیر تحصیلات عالي ایفاء وظیفه نمود.

وي بعد از اشغال کشور و آغاز مجدد جهاد علیه اشغالګران در سال ۲۰۰۳ میلادی مسؤلیت جهادی ولایت بدخشان را بعهده داشت.

در سال ۲۰۰۴ میلادی عضو کمیسون سیاسی تعین گردید و همچنان بنا بر فرمان مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد بعضویت شورای رهبري تقرر یافت.

قاري دین محمد حنیف در حال حاضر عضو شورای رهبري، عضو ټیم مذاکراتي، مسؤل اداره روابط با کشورهای آسیای میانه در دفتر سیاسی میباشد.

۱۰ـــ محترم ملا عبدالطیف منصور صاحب:

محترم ملا عبدالطیف منصور د الحاج شهید یار محمد ځوي د پکتیا ولایت زرمت ولسوالی د سهاک هیبت خیل په کلې کې کال 1346 هـ ش کې زیږېدلی دی.

نوموړي تر پنځم ټولکي پورې د مکتب لوستلو ترڅنګ د لويې دورې پورې دیني زدکړې کړې دي. له طالب علمي څخه په سیاست کې فعال وو، سیاسي ژوند یې د تنظیم طلبه حرکت انقلاب اسلامي افغانستان کې د دعوت تنظیم مسؤل په حیث پیل کړی.

د مجاهدینو د بریا وروسته په کال 1371هـ ش کې کله چې جهادي مشر مولوي نصرالله منصور په شهادت ورسید نو ملا عبدالطیف منصور صیب یې ځاي ناستي او د پکتیا ولایت والي په حیث وټاکل شو.

منصور صیب د طالبانو د تحریک په اوایلو کې په کال 1373 هـ ش کې د تحریک سره یوځاي شو او په مختلفو دندو یې خدمتونه کړي.

1373 هـ ش د هلمند ولایت د مرستیال والی په حیث او همدارنګه مختصره دوره د کندهار ښاروال په حیث او 1375هـ ش د کرنې او مالداري د وزیر په حیث دنده اجراء کړې.

پر هیواد د امریکایی یرغل وروسته محترم منصور په کال 2002م کې د رهبري شورا غړی او د پکتیا ولایت نظامی مسؤل په حیث وټاکل شو. نوموړي تر 9 کلونو پوري د پکتیا ولایت د نظامی مسؤل په توګه خدمت کړی.

ددې نه علاوه منصور صیب د ننګرهار او لوګر ولایت د نظامي مسؤل په توګه هم دنده اجرا کړې، په 2008م کال کې د لنډې مودې لپاره یې د سیاسي کمیسون مشري هم کړې ده.

مذاکراتي ټیم او قطر ته تر راتلو مخکې منصور صیب د مشرتابه دفتر رییس او بیا د زراعت او مالداری کمیسون مشر پاتې شوی.

په 2019 کال فبروري کې منصور صیب د امریکایانو سره د مذاکراتي ټیم غړی وټاکل شو او اوس مهال د رهبري شورا غړی او د مذاکراتی ټیم غړی دی.

۱۱ــ محترم ملا شیرین اخند:

محترم حاجي ملا عبدالله حنفي مشهور په ملا شیرین اخند د حاجي  ملا محمد ابراهیم زوی  دکندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ د سنځري کلي اوسیدونکی دی.

دینی تعلیم لمړي:

 لومړۍ ۳ کاله زده کړی يې د خپلی کورني له اکابیروڅخه حاصل کړی،  کورنۍ يې په علماؤو سره مشهوره وه، بیا يې نورې زدکړې د حدیثو تر دورې پورې له مختلیفو استاذانوڅخه په مختلیفو او قاتو او ځایونو کې یوکی تر لاسه کړی دي.

 جهادي خدمتونه:

د زدکړو په جریان کې يې د حالاتو د تقاضا او غوښتنې په اساس، بیلابیل جهادي خدمتونه هم ترسره کول چې له امله به يې د زدکړو تسلسل قطع شو، همدا ډول يې د مختلفو جهادي خدمتونو، مسئولیتونو او ملحوظاتو له امله يې صرف دستاربندۍ لا نده کړې.

کله چې روسانو ګران هیواد افغانستان اشغال کړ نوموړی مجبور شوو چې دینی تعلیم ورته توقیف کړی، او د شرعي وجبې د اداکولو له امله يې د شوروي اشغال په مقابل کې جهاد پيل کړ.

 د جهاد پيل يې د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د تورطاق له غره څخه پيل کړ، لومړی د یوفرد او مجاهد په حیث وروسته يې د قومندان او یا مرستیال په حیث جهادي دندې ترسره کړې دي.

د اسلامي امارت په راتګ سره لومړی د یو فرد په حیث د طالبانو د اسلامي تحریک غړی شو، همدا راز يې خپل شخصي تجارت هم بر مخ بیوه، خو کله چې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله په کور باندې د دښمن لخوا یوه ستره چاودنه ترسره شوه، له هغه وروسته محترم ملا محمدشرین اخند د امیرالمؤمنین د کور د امنیت ساتلو د مسئول په حیث وټاکل شو.

دندې او مسئولیتونه:

په ۲۰۰۱ م کال کې کله چې زموږ په هیواد د امریکا لخوا یرغل وشو، نو د امریکایانو په ضد يې په وسلوال جهاد او مبارزه پيل وکړ، لومړی يې د یو دلګۍ مشر په حیث جهاد ته ادامه ورکوله، وروسته د کندهار ولایت د ولایتي کمیسیون مسئول، بیا په مرکزي نظامي کمیسیون کې د لودیزې حلقې د مسئول په حیث، بیا د هرات د والي په حیث، بیا د شمال او شرقي ولایتونو لپآره د عمومي نظامي کمیسیون د مسئول په حیث يې جهادي دندې اجراکړې دي.

همدا ډول يې د اسلامي امارت د استخباراتو د کمیسیون مسئولیت درلود، بیا يې د کندهار ولایت د والي او عمومي نظامي مسئول په حیث دنده اجراکوله، په عین حال کې يې د جنوب غربي ولایتونو لپاره د استشهادي کنډکونو د قومندان په حیث يې هم دنده درلوده.

په دا وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم سره سم د اسلامي امارت په رهبري شورا کې د غړي په توګه او اوس دادی د مذاکراتي ټيم د غړي په توګه وټاکل شو، اوس د مذاکراتي ټيم د غړيتوب ترڅنګ د اسلامي امارت د رهبري شورا غړی هم دی.

له الله تعالی څخه غواړو چې تیر ټول جهادي خدمتونه او ستړیاوې يې قبولې کړي او په راتلونکي کې  په ټولو ور سپارل شوو امورو کې د لا زیات توفیق غوښتنه او هیله ورته لرو.

۱۲ــ محترم شیخ الحدیث مولوی محمد قاسم صاحب:

محترم شیخ مولوي محمد قاسم راسخ د ملا جمعه نظر زوی د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د انپیکال قریه کې په کال ۱۳۵۰ هجري شمسي کې زیږېدلی دی.

لومړنۍ عصري او دیني زدکړي یې په هیواد کې دننه او لوړي دیني زده کړي يې د هجرت په دیار کې تر سره کړي دي. په کال ۱۴۱۶ هجري قمري کې یې د مظهرالعلوم دارالعلوم – صوابۍ څخه دوره حدیث کړې.

شیخ صیب د خپلې مورنۍ ژبې (ترکمن) سربېره په پښتو، دري او عربي ژبو برلاسی لري.

نوموړی د ترکمن قوم یو مخور مشر، جید عالم او د حدیثو استاد دی.

شیخ قاسم راسخ د هیواد په مختلفو دیني مدارسو کې پنځلس کاله د شرعي فنونو او عربي لغت تدریس کړی دی. همدارنګه د هجرت په دیار کې لس کاله د دارالحدیث (لویه دوره) شیخ او مدرس پاتې شوی دی.

نوموړی د ۲۰۰۷م څخه بیا تر ۲۰۱۶ پوري د افغانستان اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسون غړی او د جوزجان ولایت د همدې کمیسون مسؤول پاتې شوی دی.

محترم شیخ صیب د ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰م پوري د ختیځ او شمالي شلو ولایتونو لپاره د نظامي محکمې د مرافعې قاضې پاتې شوی.

نوموړی اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت د رهبري شورا غړی او د مذاکراتی ټیم غړی دی.

۱۳ـــ محترم مولوی فرید الدین محمود صاحب:

محترم مولوي فرید الدین محمود د مرحوم مولوي محمد عالم زوي د پکتیکا ولایت مرکز ښرني کې زیږدلی دی.

ابتدائي دیني زدکړې یې په هیواد کې دننه د خپل والد مرحوم او نورو جیدو علماء کرامو څخه کړي دي، نورې دیني زدکړې یې د پاکستان هیواد په کوهاټ او مردان سیمو کې کړي، د حدیثو لویه دوره او فراغت یې د دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک څخه په کال ۱۳۹۶ هجري قمري شعبان میاشت کې شوی.

د داود خان د واکمني پر مهال د هجرت په دیار کې په کال ۱۳۹۵ هجري قمري  د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني او شهید مولوي نصرالله منصور سره شناخته او ملګري شوی.

د مجاهدینو د بریا وروسته د پکتیکا ولایت والي پاتې شوی.

د امارت د واکمني پر مهال په کابل کې د اکاډمي علومو د بشري علومو د معینیت په صفت دنده اجراء کړې.

پر هیواد د امریکا تر یرغل وروسته محترم فرید الدین د تعلیم تربیې بخش او همدارنګه د تمیز ریاست د غړي په حیث خدمت کړی.

مولوی فرید الدین صیب اوس مهال د مذاکراتي ټیم غړی دی.

۱۴ـــ محترم مولوي مطیع الحق خالص صاحب:

محترم مولوی مطیع الحق خالص د جهادي رهبر مولوی محمد یونس خالص رحمه الله زوی په قوم نبی خیل په1340 هـ ش کال د ننګرهارولایت خوګیاڼو ولسوالی قریه نکړخیل کې زیږدلی دی.

لمړنۍ دیني زده کړي یې له خپل والد صاحب رحمه الله او د خپلو دوه ترونو مولوی محمد یوسف او مولوی محمد اسحاق محق رحمهما الله تعالی څخه حاصلي کړي او ابتدائيه او منځنۍ زده کړي يې په همغې منطقې په ښوونځیو کې ترسره کړي.

د کمونستانو له کودتا څخه وروسته د1357هـ ش کال د سرطان په میاشت کی ګاونډی هیواد پاکستان ته مهاجر شوی او پاتې دینی زده کړي یې د پښتونخوا په مختلفو مدارسو کې حاصلي کړي.

همدارنګه په 1988م 1408 هـ ق کی د مدینې منورې له جامعې اسلامیې څخه په شرعیاتو کې د لسانس ترکچې او د لاهور پنجاب پوهنتون څخه په اسلامیاتو کی د ماسترۍ سند ترلاسه کړی. د دې سر بیره په 1990 او 1991 م کلونو کې د پیښور په امداد العلوم مدرسه کې د لویي دورې د حدیثو کتابونو لوستلو سعادت هم ترلاسه کړی. محترم مولوي صیب د قرآن کریم حافظ دی، نوموړی د خپلې مورنۍ ژبې سربیره په دري، اردو او عربي ژبو خبرې کولی شی.

مولوی مطیع الحق خالص د 1408 هـ ق کال څخه د الهجرة والجهاد په مدرسه کی داستاذ په صفت او بیا وروسته په اسلامی حزب کی د تعلیم اوتربیې د ریاست په چوکاټ کې د خارجي مؤسساتوسره د ارتباط د مسؤل په صفت دندې اجرا کړي.

د شوروي اتحاد د اشغال او کمونستي نظام د سقوط څخه وروسته د کال 1412هـ ق څخه داستاذ برهان الدین ربانی د دولت او بیا د اسلامی امارت د قیام په دوران کې دننګرهار ولایت د تعلیم او تربیې ریاست د معاون په صفت دندې اجراء کړي.

د امریکا تر اشغال وروسته مولوي مطیع الحق خالص د خپل والد جهادی رهبر مولوی محمد یونس خالص رحمه الله په نقش قدم د جهاد لار خپله کړه او د مجاهدینو رهنمایي او د خلکو په هڅولو کې یی رغنده رول ولوبولو.

مولوی صیب تیر کال د 2019م کال فبروري میاشت کې د امریکایانو سره د مذاکراتي ټیم د غړي په حیث وټاکل شو. نوموړی اوس مهال د سیاسي دفتر او د مذاکراتي ټیم غړی دی.

۱۵ـــ محترم  ملا خیرالله خیرخواه صاحب:

محترم ملا خیرالله خیرخواه د مرحوم سید ولي زوی د کندهار ولایت ارغستان ولسوالي په ګوهري کلي کې زیږیدلی.

د کمونیستي کودتا وروسته په کوچنیوالي کي يې د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته هجرت کړی او هلته یې د بلوچستان په سرانانو کمپ، د کوټې ښار، بیا د چراټ جامعه محمدیه او کوهاټ کې دیني زدکړي ترسره کړي دي.

ملا خیرالله خیرخواه د قرآن کریم حافظ دی، نوموړی د خپلې مورنۍ ژبې نه پرته په دري، عربي، انګلیسي او اردو ژبو روانې خبرې کولی شي.

د شوروي پر خلاف جهاد کې یې عملا برخه اخیستې او بیا د طالبانو اسلامي تحریک د پیل سر سم د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ په هیواد کې د فساد د له منځه وړلو او امن راوستلو په هدف کار پیل کړ، د کابل له فتحې مخکې یې د طالبانو د ویاند په حیث دنده اجراء کړې.

د افغانستان اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال د کورنیو چارو وزیر او وروسته د جنوب غرب حوزې تنظیمه رئیس او د هرات د والي په توګه وظیفه اجراء کړې.

پر هیواد د امریکا د یرغل وروسته نوموړی په 2002م کال په پاکستان کې ونیول شو او بیا امریکایانو ته تر سپارلو وروسته په 1/ 5/ 2002م تاریخ د کیوبا ګوانتنامو زندان ته ولیږدول شو او هلته څه باندي دیارلس کاله بندي و.

ملا خیرالله خیرخواه په 1/ 6/ 2014م د یو امریکايي بندي سره د تبادلې په نتیجه کې د څلورو نورو طالب مشرانو سره یوځای ازاد او قطر ته انتقال شو.

نوموړی په 2018 کال کې د سیاسي دفتر او د امریکایانو سره د مذاکراتي ټیم د غړي په حیث وټاکل شو. او اوسمهال د سیاسي دفتر او د مذاکراتو د ټیم غړی دی.

۱۶ـــ محترم شیخ الحدیث مولوي شهاب الدین دلاور صاحب:

محترم مولوي شهاب الدین دلاور د مرحوم مولوي سید اکبر دلاور زوی په 1341هـ ش کال د لوګر ولایت په مرکز کې زیږیدلی دی.

دیني زده کړې يې له خپل پلار او د لوګر ولایت په مختلفو مدرسو کې ترسره کړي. د کمونیستي کودتا نه وروسته له خپلې کورنۍ سره پیښور ته مهاجر شو. په 1362هـ ش کال د اکوړي خټک له دارالعلوم حقانیه څخه فارغ او د پیښور په مختلفو دیني مدارسو کې یې تدریس کړی.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په پیښور کې جنرال قونصل و، بیا په اسلام اباد او ورپسې په سعودي عربستان کې سفیر پاتې شوی. دغه راز یې د سترې محکمې د قضايي مرستیال او د کندهار ولایت د تمیز ریاست دندې هم ترسره کړي.

پر هیواد د امریکا تر یرغل وروسته نوموړی د سیاسي کمیسون غړی وټاکل شو.

مولوی شهاب الدین اوس مهال په سیاسي دفتر کې د افغاني جهتونو سره د اړیکو د ادارې مسؤل او د مذاکراتي ټیم غړی دی.

۱۷ــ محترم ملا عبدالحق وثیق صاحب:

محترم ملا عبدالحق وثیق د ملا محمد سلیم زوي د غزنی ولایت د خوګیاڼی ولسوالۍ د غریب کلا کلې اوسیدونکی دی.

ابتدایی زدکړې یی د خپل والد محترم سره او نورې دیني زدکړې یې د هیواد په مختلفو مدرسو کې حاصلې کړي، د لویې دورې ځیني کتابونه یې د هیواد په تاریخي پل خشتي جومات کې د ستر دیني عالم کوڼ اخندزاده سره ویلي.

وثیق صیب د قرآن کریم حافظ دی او د عربي په شمول په دریو ژبو روانې خبرې کولی شی.

نوموړي خپل سیاسي ژوند د طالبانو د اسلامی تحریک څخه پیل کړی دی او د تحریک په ابتداء کې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد سره ملګری شوی.

وثیق صیب د طالبانو د حکومت په دوران کې مختلفې دندې ترسره کړي، په ابتداء کې د نیمروز ولایت د اطلاعات او کلتور ریېس، د کندهار ولایت امنیه قومندان، د کابل د فتحې وروسته د استخباراتو عمومي ریاست د کفیل او اوپراتوفي معین په حیث او همدارنګه په وروستیو وختو کې د کندهار ولایت د استخباراتو ریاست دنده هم اضافي ورسپارل شوې وه.

ملا عبدالحق وثیق د کابل امنیتي کمیسون چې د هغه وخت معاون رئیس الوزراء تر مشري لاندې و، غړیتوب درلود او سیاسي کمیسون چې د هغه وخت وزیر خارجه تر مشرۍ لاندې و، هم غړی پاتي شوی.

پر هیواد د امریکا تر یرغل وروسته وثیق صیب د امریکایانو لخوا په غزني کې ونیول شو او شاوخوا دولس کاله په ګوانتانامو زندان کې بندي و.

د2014م د جون په لومړۍ نیټه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د یوې تبادلې په نتیجه کې د څلور نورو ملګرو سره یوځاي آزاد او قطر ته انتقال شو.

نوموړی په 2018م کال کې د طالبانو سیاسي دفتر غړی او په 2019م فبروري کې د امریکایانو سره د مذاکراتي ټیم غړي وټاکل شو. او اوسمهال په سیاسي دفتر کې د اروپایی هیوادونو سره د اړیکو د ادارې مسؤل او د مذاکراتي ټیم غړی دی.

۱۸ـــ محترم مولوي محمد نبي عمري صاحب:

محترم مولوي محمد نبي عمري د حاجي محمد عمر زوي د خوست ولایت اسماعیل خیلو ولسوالی د شمشي خیلو کلي کې په کال 1971م کې زیږدلی.

نوموړي ابتدایې زد کړې په هیواد کې دننه کړي دي، د پخواني شوروي اشغال وروسته پاکستان ته مهاجر شوی او پاتې دیني زدکړې یی د هجرت د دیار په دیني مدرسو کې بشپړې کړې دي.

د دیني زدکړو او وفاق المدارس سند ترلاسه کولو وروسته یې 5 کاله تدریس کړی دی.

عمري صیب د قرآن کریم حافظ دی او همدارنګه د پښتو او درې ژبو ترڅنګ په عربي ژبې بشپړ تسلط لري.

عمري صیب خپل سیاسي او نظامي مبارزه د جهادي مشر محترم مولوي جلال الدین حقاني مرحوم تر مشري لاندې پیل کړې وه. د شوروي پر خلاف یی عملي جهاد کړی او په مختلفو جنګونو کې پنځه وارې ټپي شوی. د کمونیستانو تر سقوط وروسته د پخواني رییس جمهور استاد برهان الدین رباني په وخت کې نوموړي د اهل الحل والعقد شوری کې د خپلې ولسوالۍ په نمایندګۍ د وکیل په صفت ګډون کړی وو.

عمري صیب د مجاهدینو په حکومت کې په کال 1992م کې د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ معاون په حیث دوه کاله خدمت کړی او د طالبانو اسلامي تحریک چې لا کابل نه وو نیولی د زابل ولایت امنیه قومندان په حیث یې وظیفه اجراء کړې.

د کابل تر فتحې وروسته عمري صیب د افغانستان د سرحدي قوه د عمومي قومندان په توګه وټاکل شو.

پر هیواد د امریکا تر یرغل وروسته عمري صیب د 2002م کال سپتمبر میاشت کې د امریکایانو لخوا ونیول شو او شاوخوا دولس کاله په ګوانتانامو زندان کې بندي و.

بلاخره د2014م د جون په لومړۍ نیټه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د یوې تبادلې په نتیجه کې د څلور نورو ملګرو سره یوځاي آزاد او قطر ته انتقال شو. نوموړی په 2018م کال کې د طالبانو سیاسی دفتر غړی او په 2019م فبروري کې د امریکایانو سره د مذاکراتي ټیم غړي وټاکل شو.

عمري صیب اوسمهال په سیاسي دفتر کې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مؤسساتو سره د اړیکو د ادارې مسؤل او د مذاکراتي ټیم غړی دی.

۱۹ــ محترم محمد سهیل شاهین صاحب:

محترم محمد سهیل شاهین د حاجي غلام محمد احمدزي زوی د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د کابل پوهنتون له انګلیسی ډیپارټمنټ څخه لیسانس او همدا راز په ژورنالیزم کې ډيپلومه لري. دیني زدکړې یې تر موقوف علیه دورې پورې کړې دي.

د پخواني جهاد پرمهال د فرهنګي مبارزې د ډګر فعال پاتې شوی او په ګڼو مجلو کې يې لیکنې خپرې شوي. نوموړی تکړه لیکوال دی او د پښتو سربېره په انګلیسي ژبه هم لیکنې کوي، همدارنګه د خپلې مورنی ژبې علاوه په دري، عربی انګلیسی او اردو ژبو روانې خبرې کوی.

د پخوانی شوروي اتحاد په خلاف د جهاد په دروان کې د محترم مولوي نصرالله منصور د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم اړوند مجلې (خدام الفرقان) او اخبار (TheVoice of Mujahid) مدیر او همدا راز د مجاهدینو د اوه ګوني اتحاد لخوا د خپریدونکې مجلې (The Jihad Rays) مدیر پاتې شوی. نوموړي د مولوي نصرالله منصور د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم د سیاسي کمیټې د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې.

د افغانستان اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال د (The Kabul times) ورځپاڼې رئیس و. بیا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د نمایندګۍ مرستیال او وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د مرستیال په توګه وګومارل شو.

پر هیواد د امریکایی یرغل وروسته یې د اسلامي امارت په فرهنګي برخه کې فعالیت درلود او د الاماره ویبپاڼې د انګلیسي برخې مدیر پاتې شوی.

محمد سهیل شاهین صیب په سیاسي دفتر کې د ویاندۍ تر څنګ د مختلفو ادارو مشري کړې او اوس مهال د سیاسي دفتر غړی او د مذاکراتي ټیم غړی دی.

۲۰ــ محترم ملا محمد انس حقاني صاحب:

محترم محمد انس حقاني د ستر جهادي شخصیت محترم مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله کشر زوي د پکتیا ولایت ګرده څیړی ولسوالی د کنډو کلی اوسیدونکی دی چې په کال 1994 م کې زیږدلی دی.

د مکتب لوستلو ترڅنګ یې تر وړې دورې دیني زدکړې کړی دی. د خپلې مورنۍ ژبې نه علاوه په دوه نور ژبو هم خبرې کولی شی.

د سیاست او کمپیوټر په برخه کې یې لنډمهاله روزنیز کورسونه کړی دی، لا د تعلیم مرحله یې بشپړه شوې نه وه چې د امریکایانو لخوا پداسې حال کې ونیول شو چې قطر هیواد ته د خپل یو عزیز د ملاقات لپاره تللی وو.

شاوخوا 5 کاله د بګرام زندان کې بندی و، د 2019م کال په نومبر کې د دوو بهرنیو استادانو سره د تبادلې په نتیجه کې د دوه نورو ملګرو سره یوځای ازاد او قطر ته انتقال کړل شو.

نوموړی د 2019م کال فبروري کې چې لا په زندان کې و، د امریکایانو سره د مذاکراتی ټیم غړی وټاکل شو.

انس حقانی اوس مهال په قطر کې د سیاسي دفتر مطبوعاتي ادارې غړی او ورسره د مذاکراتی ټیم غړی دی.

۲۱ـــ محترم ډاکټر صاحب محمد نعیم:

ډاکټر محمد نعیم د شهید ډاکتر آغاجان زوی، په قوم وردګ، د میدان وردګو ولایت، د چک ولسوالۍ د عربانو درې د بهادر خان په کلي کې یې په کال ۱۳۵۳ هـ ش کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

په ۱۳۵۹ هـ ش کې یې چې کله والد مرحوم د روسانو او کمونیستانو له خوا په شهادت ورسول شو، لومړنۍ دیني زده کړې او د دري ژبې د نظم کتابونه یې له خپل اکا مرحوم ملا صاحب امیر جان څخه لوستي، ابتدايي عصري زده کړې یې دکابل ولایت په سپین کلي ښوونځي کې کړې دي، پاتې زده کړې یې د خپلې سیمې عربانو په لیسه کې او شهادت مدرسه کې وکړې او د قرآن کریم حفظ یې هم کړی.

د تعلیمي سلسلې جاري ساتلو په موخه په ۱۳۷۴- ۷۵ هـ ش کې ګاونډي هېواد پاکستان ته لاړ، په ۱۳۷۸– ۷۹ هـ ش کې یې په پېښور کې د عربي ژبې او اسلامي زده کړو له پوهنځۍ څخه لیسانس تر لاسه کړ.

په ۲۰۰۴ یې په لوړ امتیاز (ګولډ میډلست) د سره زرو مډال په تر لاسه کولو سره تکمیل کړه.

په همدې ( ۲۰۰۴ )  کال کې یې په نوموړي پوهنتون کې د دکتوراه مرحلې ته داخله وکړه، په ۲۰۰۵ کې یې درسونه تکمیل کړل، او په ۲۰۱۰ کې یې رساله تکمیل کړه، البته د رسالې مناقشه یې لا پاتې ده.

له پیله یې د عصري تعلیم تر څنګ له وخت نه په استفادې سره همهاله دیني زده کړې هم کولې،خصوصا په رخصتیو کې، په ۲۰۰۶ م کې یې په دار العلوم حقانیه کې دوره حدیث وکړه او د فضیلت پګړۍ یې وتړله، د یادونې ده چې په دوره حدیث کې تقریبا په نهه سوه فاضلانو کې یې لومړی مقام تر لاسه کړ.

له ۲۰۰۸ تر ۲۰۰۹ د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې تدریس کړی. او له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۱ پورې په پېښور کې د عربي ژبې او إسلامي زده کړو پوهنځۍ کې تدریس کړی.

د امریکايي یرغل له پیل سره سم داسلامي امارت په لیکو کې د زده کړې تر څنګ یې فکري، جهادي، فرهنګي او سیاسي فعالیت شروع کړی، او په دې لړ کې يې د دښمن له خوا د زندان سختۍ او تکالیف هم ګاللي دي. له ۲۰۱۰ کال راهیسې د افغانستان اسلامي امارت په سیاسي دفتر کې په خدمت بوخت دی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x