افغانستان

هرات کې وسله والو پر مسجد ډزې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۹ل): په هرات ښار کې ناڅرګنده وسله والو پر هغه لمونځ کوونکو ډزې کړې، چې له مسجد څخه د راوتلو په حال کې و.

د هرات د والي ویاند «جیلاني فرهاد» وایي، وسله والو کسانون تېره شپه په هرات ښار کې د «سید مرتضی» په نوم په یوه مسجد ډزې کړې، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند «عبدالاحد ولي زاده» وایي، وسله وال کسان پر یوه موټرسایکل سپاره وو او له مسجد څخه په راوتونکو کسانو یې ډزې وکړې.

د هرات د عامې روغتیا رییس «محمد رفیق شیرزی» روغتونونو ته د ټپيانو او د مړو د جسدونو د انتقال خبر ورکوي او په خبره یې، د دوو ټپیانو روغتیايي حالت سم نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx