لیکنېنظــر

د بین الافغاني مذاکراتو پایله باید څه وي؟!

نصیب ځدراڼ

“انټرکټیکا” د نړۍ له پنځو براعظمونو څخه د ځمکې تر ټولو زیاته کنګل شوې برخه تشکیلوي، چې تودوخه پکې منفي ۹۲ درجې ده. که فرض کړو هلته چاته دا خبره وکړو، چې په کور کې دې ایرکنډیشن ولګوه چې د کور هوا دي سړه/ یخه وساتي، نو غبرګون به یې څه وي؟!

یا په اوړي کې د خلیج د هېوادونو کوم استوګن ته و وایو چې په کور کې دې بخارۍ ولګوه، چې هوا توده کړي، نو هغه د کور څښتن به څه درته و وایې؟

که چیري فرض کړو دواړو انکار وکړ، نو موږ یې پر کور یرغل ور وکړو، د سر سړي یې بندیان او تنکي ځوانان یې ورته و وژنو، کورونه یې ورته ونړوو، ماشومان یې په سپیو وداړو، ښځینه یې بې ستره او اقتصاد، علم ،طب او سیاست یې ورته تباه کړ و،دا ټول له دې امله چې دوی په اوړي کې بخارۍ نه وه لګولې او په ژمي یې ایرکنډیشن.

عین همدا کار زموږ سره وشو،په افغانستان کې چې غربي او کمونستي کلتور او افکار په زور د اسلامي او افغاني کلتور پر ځای په موږ را وتپل شول، چې دا په اصل کې د اور او اوبو یو ځای کولو په معنا و.افغانانو اسلام یوازې د مذهب نه بلکې د کلتور په حیث هم منلی.ډیری نورو هېوادونو کې به خلکو لیدلي وي، چې یو سړی که لونګۍ یا خولۍ پر سر کوي، پنځه وخت لمونځ کوي، ښځینه یې ستر/حجاب کوي؛ نو هغه ته ویل کیږي چې دا ډیر کلک مسلمان دی او غرب کې داسې چاته (practicing muslim) یانې عملي مسلمان ویل کیږي، خو زموږ بیا اکثریت الحمدلله داسې مسلمانان دي، چې د اسلام ټول احکام یې د خپل شخصي ژوند برخه ګرځولي.
نو د امریکایانو یرغل عین د انټارکټیکا د ایرکنډیشن یا د عربو د بخارۍ کار زموږ سره وکړ، که زما ښځینه غواړي چې حجاب وکړي؛ نو ته څوک یې چې بایسکل ځغلولو، یا فټبال او کرکیټ په میدان کې يې د ټولو خلکو نندارې ته وړاندې کوي؟!

زه غواړم چې بچیان مې زده کړې وکړي، خو په اسلامي او افغاني چاپیریال کې، زوی او لور مې جلا جلا ځایو کې درس و وایې ته څوک یې، چې داسې ځایونو ته لیږلو ته مې مجبوروي، چې د علم پر ځای د فحاشي مرکز وي؟ زه غواړم چې اولاد مې د اسلامي ثقافت سره بلد شي، د اسلام تاریخ وپیژني، ته څنګه ثقافت اسلامي مضمون په پوهنتون کې له نصابه باسي؟ ولي مې د کندوز په شمول لسګونه مدرسې بمباروي؟ ستا رسنۍ څه حق لري، چې زما مدرسو ته د سخت دریځۍ مرکز وایې؟

ته به شراب څښلو، د ځناور غوندي بربنډ کیدو، او د نارینه وو او ښځینه وو ناروا اړیکو ته روشنفکري وایې، خو زما په کلتور کې تر ټولو نجس کارونه همدا دي، ولي یې زما وطن ته په زور راوړې؟! که زه اسلامي نظام غواړم او د همدې نظام لاندي ژوند کولو کې راحت احساسوم، همداسې لکه روسان او چینایان چې کمونستي نظام خوښوي، لکه لویدیځوال چې ډیموکراسي خوښوي؛ نو ته څه یې چې زما وطن ته ډیموکراسې راوړې؟ او که را دې وړه؛ نو څوک یې درسره مني؟ که درسره منلی یې؛ نو څنګه یې د نیمایې نړۍ د پوځي ملاتړ سره – سره يې له ۷۰% خاورې نه ستا ټغر در ټول کړ.

ملګرو بین الافغاني مذاکراتو ته هر افغان هیله من دی، فکر نه کوم چې پرته له اشرف غني داسې څوک پاتي چې روان جنګ دې نه وي دردولی، لکه د جنګ پیل چې سخت دی، همداسې یې ختمول هم سخت دي،خو په دې خبره باید سر خلاص کړو، چې دا تېر امریکایې یرغل یواځې پوځي یرغل نه ؤ، بلکې کلتوري او فرهنګي یرغل ؤ،د شرعي نظام پر ځای یې دلته غربي نظام ډیموکراسې راوړه.خو افغانانو د دې یرغل په مقابل کې بیساری مقاومت وکړ او قربانۍ یې ورکړې.نتیجه یې د دوحې د تړون په شکل کې د امریکایانو ماته شوه.

د مذاکراتو که نتیجه هر څه شوه، خو د دومره قربانیو وروسته د هغو خلکو د واکمنانو، وزیرانو، والیانو،مارشالانو،جنرلانو او قاضیانو په حیث منل چې د وطن خرڅولو تړون (د دایمي اډو تړون) یې وکړ، طورخم او ډیورنډ یې خرڅ کړل، د وطن هر ولایت یې جلا جلا په خارجیانو خرڅ کړی ؤ، چې د بلک واټر په قراردادایانو یې موږ په بمونو کینولو،زموږ د شهیدانو جسدونه یې په تبرونو ټوټې کړل، چې لسګونه زره ځوانان یې څرخي پله او باګرام کې زندانیان کړي وو،چا چې له ارګ د فحشاؤ مرکز جوړ کړ، هغه پیراداران چې باګرام کې انګریزانو قرآن کریم سوځولو او دوی بیا هم پیره ورباندي کوله، هغه خلک چې د چا د لاسه زموږ ودونه،جنازې او بازارونه بمبار شول … د داسې خلکو منل د زرګونه شهیدانو د وینو سره جفا ده.

که دا نظام مو ومنلو ؛ نو د امریکایانو سره نولس کلنه مبارزه او قربانۍ مو عبث لاړې، دا خلک مو که د نظام په حیث ومنل؛ نو امریکایې ویروس مو ومانه.

موږ افغان ځوانان اسلامي نظام غواړو…اوسنی نظام په نوم اسلامي کیدلی شي؛ خو افغانستان، اسلام او مسلمانانو ته تر ټولو زیات تاوان همدې نظام رسولی.داسې نه چې دا نظام دي له منځه یوړل شي، بلکې دا نظام شدید اصلاح ته ضرورت لري، باید اصلاح شي.

هغسې نظام بیا راشي چې صرافان د لمانځه پر وخت په پیسو څادر راکش کړي او لمانځه ته لاړ شي، نه د دوستم او ایشچي کیسه تکرار شي، نه د کرام الدین غوندي څوک په ښځینه وو جنسي تیری وکړی، عسکر د خپلو وطنوالو جسدونه په تبرونو ونه وهي بلکې د سرحدونو حفاظت وکړي، قاضیان د آزادۍ پتنګانو په عمر قید محکوم نکړي بلکې زندانونه په جنایت کارانو ډک شي، په لویو لارو د وطن د اصیلو بچیانو پر ځای غله ونیول شي،هو داسې نظام چې د وزیرانو او والیانو بچیان د خلکو خدمت وکړي نه خارج ته د ملت په پیسو درس ته لاړ شي.

الله تعالي دي داسې نظام راولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx