افغانستان

دکابل په پروني برید کې دحامد کرزي هلیکوپتر سوځول شوې

نن ټکی اسیا/ تیره ورځ غرمه مهال طالبانو دکابل په هوايي میدان راکیټي برید ترسره کړ او په هوایي ډګر کې دننه پوځی زیرمې یې په نښه کړې،د راکیټونو دلګیدو له امله دهوایي ډګر په پوځي برخه کې اور ولګید چې لوخړې یې ترډیره لرې فاصلي  ترسترګو کیدلې.

له برید وروسته دکابل دهوایي ډګر چارواکو رسنیو ته وویل چې په برید کې هیڅ ځاني زیان نه دي اوښتی یوازي یوه چورلکه له منځه تللې او درې نورې تخریب شوې دي.

AP خبري اژانس دکابل دهوایي ډګر دیوه چارواکي عبدالوهاب وردګ له خولې راپور ورکړی چې په دي برید کې دولسمشر حامد کرزی دسفر ځانګړې روسی جوړ چورلکه  داور خوراک شوې. نوموړي زیاته کړې په برید کې دوې نوري الوتکې له منځه تللي او درې ویجاړې شوي دي

خالد عزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x