افغانستانسولې اړوند خبرونه

د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته: نن دوحه کې څه کېږي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۹ل): له نږدې دوه لسیزې خونړۍ جګړې وروسته په لومړۍ ځل د طالبانو  او افغان جهتونو مذاکراتي ټیمونه د لسګونو هیوادونو د سفیرانو او بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې یو بل ته مخامخ کښېني او په دې توګه د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې له شوي توافق سره سم ، بین الافغاني مذاکرات پيلوي.

دغه غونډه چې د قطر په وخت په نهه بجې او د کابل په لس نیمي بجې پیلېږي، د دواړو لورو د مذاکراتي ټیمونو تر څنګ به  د طالبانو د سیاسي دفتر رییس «ملا برادر اخند»، د  امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو»، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد»، د کابل حکومت دپخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله»، د کابل دبهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» او د لسګونو هیوادونو سفیران هم پکې ګډون ولري او د بهرنیو چارو ګڼ وزیران به یې د انټرنیټ له لارې وګوري.

ویل کېږي، د یادې ناستې پرانیستونکي وینا به د قطر د بهرنیو چارو  د وزیر «شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني» له لوري کېږي او ورپسې به عبدالله عبدالله، ملا عبدالغني برادر او مایک پمپیو ویناوې وکړي.

د میلمنو له ډلې به د ناروې، چین، اندونیزیا، ازبکستان، جرمني، پاکستان، هند، ایران، هسپانیې، فنلنډ، برتانیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیران، د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، د اسلامي همکاریو سازمان رییس، د ناټو عمومي منشي، او د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مشر به د ناستې ګډونوالو ته وینا اوروي.

ناسته به دوه ساعته دوام کوي او د ډوډۍ او لمانځه تر وقفې وروسته د بېلابېلو لورو تر منځ دوه اړخیزې او درې اړخیزې لیدنې هم کېږي.

ویل کېږي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر په حضور کې به د طالبانو د سیاسي دفتر رییس «ملا عبدالغني برادر» د کابل د پخلاینې عالي شورا له مشر «عبدالله عبدالله» سره وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx