
له عربي اماراتو وروسته بحرین هم اسرائیلو سره د سولې په نامه تړون لاسلیک کړ
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغې چې تېره میاشت متحده عربي اماراتو د ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د اسرائیلو سره د امن او سولې په نامه تړون لاسلیک کړ، بحرین هم دغه لاره خپله کړه او اسرائیلو سره یې د تړون لاسلیکونو اعلان یې وکړ.
بحرین هېواد د جمعې په ورځ د سپتمبر په ۱۱مه نېټه اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه او ددغه خبر اعلان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلې ټویټر پاڼې وکړ.
هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بحرین او اسرائیلو ترمنځ د سولې تړون یو تاریخي بری دی، ټرمپ چې ددغه تړون ګډ متن یې هم خپور کړی و ویلي، «د بحرین پاچا پرون د اسرائیل له لومړي وزیر سره په کتنه کې د اړیکو عادي کولو موافقه کړې ده».
Another HISTORIC breakthrough today! Our two GREAT friends Israel and the Kingdom of Bahrain agree to a Peace Deal – the second Arab country to make peace with Israel in 30 days!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) September 11, 2020
په دې بیان کې ټرمپ ویلي چې د فلسطین او اسرائیل د قضیې حل لپاره به عادلانه هڅې جاري وساتي، په داسې حال کې چې د اسرائیلو پر وړاندې مقاومت کونکې «حماس ډلې» دغه تړون غندلی او دا یې د فلسطیني ولس په حق کې تیری بللی دی.
له دې وړاندې تېره میاشت متحده عربي اماراتو له اسرائیل سره د فلسطین قضیې په اړه تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي کوي، په دې لړ کې عربي اماراتو پر اسرائیل ټول لګېدلي بندیزونه لغوه اعلان کړل.
د اسرائیل سره د عربي اماراتو تړون د یو شمېر اسلامي هېوادونو له لوري له غبرګونونو سره مخ شو او دا یې د فلسطیني مظلوم ولس په حق یې تیر وباله، خو مصر او اردن ددغه تړون پراخ ملاتړ وکړ.
د عربي اماراتو او اسرائیل د تړون په اعلامیه کې راغلي وو چې ددې تړون له کبله به اسرائیل په ختیځه ساحه کې د فلسطین د خاورې قبضه کول ځنډوي، دغه راز به د دواړو هېوادونه سفیران تبادله او د امنیت، تعلیم او روغتیا برخو کې به همکاري کوي.