افغانستان

د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په شپه دولتي الوتکو بغلان کې درنه بمباري کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې له اووه میاشتني ځنډ وروسته نن د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډې ته هېوادوالو او نړیوالو د انتظار شیبې شمېرلې، دولتي الوتکو تیره شپه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ د ملکي خلکو د استوګنې په کورونو درنه بمباري کړې ده.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي الوتکو بیګا د شپې ناوخته د نهرین ولسوالۍ په «ده مرده» او «ارباب خیلو» سیمو کې د ملکي خلکو د استوګنې په کورونو «وحشیانه» بمباري کړې ده.

د سرچینې په خبره په دغو هوايي بریدونو کې ۲ بابه کورونه ویجاړ شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ولسي وګړي ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې داسې لیکلي: «تیره شپه د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍارباب خیلو او ده مرده سیمو کې مزدور دښمن د ملکي خلکو په کورونو وحشیانه بمبار وکړ، چې له امله یې ۲ کورونه ویجاړ، د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۳ تنه ملکیان ژوبل شول.»

نوموړی زیاتوي، د کابل حکومت لخوا په ترسره شوي دغه «وحشیانه» کې بمبارۍ کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx