نظــر

کومو سوالونو ته باید ځواب وویل شي؟

ډاکټر حيدر

کامران صاحب ډیر  اصولي سړی ؤ، سهار اته بجې به دفتر ته روان شو او بیرته به روزانه په معین وخت مازدیګر پنځه بجې خپل کور ته را ستنېدو.

یو ورځ سهار اته بجې له کوره روان شو، په لاره کې ور یاد شول چي د دفتر مهم اسناد یې کور کې هېر شوی دي.

له نیمایې لاری بیرته راوګرځیده، کور ته چې را ننوتلو، ګوري د هغه له نشتون نه په استفادې په کور کې یو نا اشنا څوګ ګرزي، دلاور د دې حالت په لیدو بی اختياره شو.

دسړي نه یې پو ښتنه وکړه چې ته څه کوي!!! زما په کور کې؟؟

سړي ورته وویل د مهم سوال نه ده چې زه دلته څه کوم ته اول دا راته ووایه چې ته خو به ماذدیګر په پنځه بجي راتلې دا نن ولې وختي راغلی یې؟

کامران  ورته وویل مهمه دا نده چې زه د پنځو پر ځای په لس بجو بیرته راغلم!! مهم دا ده چې ته زما په کور کې څه کوې؟

سړی : نه نه! دا مهم سوال دی ته ولې په لس بجې راغلې؟

مثلاً
طالب :آسټرالیانو زمونږ په وطن کې څه کول؟
رسنۍ : نه سوال دغه نه دی! مهم د اسټرالیانو قاتلان دي! قالتین دي اعدام شي.

طالب : د دنیا فاسده ترینه اداره د کابل اداره ده؟

رسنۍ : نه اصل سوال دغه ده چې نورالله نوري کوژده په څو وکړه روپۍ یې له کومه کړې؟

د خوش نویسي په کتلو انسان خوش نویس کیدلاې نشي، په سمندرونو کي لامبو وهونکو ته په کتلو انسان لامبوزن جوړیدلای نشي.

د مروجو رسنيو هر قدم په هنر او چل ول ده، دلته سوال باندي حاکمیت دي یو طرف ده.
کوم سوال پورته شي؟
څوک تر سوالونو لاندي ونیول شي؟
د بل چا سوال ته د چل ول فریب مبهم ځواب څنګه وموندل شي؟

د نړۍ په سطحه څو سوالونه چي رسنیو کی یې کول د مرګ سبب ګرځي!

۱- برموده تکون او ټرای اینګل منطقې نقشه سټیلایټ کي ولي نشته؟

۱/۲-  جیوګرافي چینل چې انټارکټیکا کي د میاشتو مزلونه کوي او د هغه ځاې عکاسیاني راوړي بل طرف ته نږدې امریکا کي موجود ټرای اینګل ولي نه ویني؟

۲-  ايډز وایرس، ایبولا وایرس او اوسنی کرونا وایرس  ټولې نړۍ ته ورسیده خو اسرائیلو کې یې ولي کچه صفر وه؟

۳- د روپيو نوټ له کومه کنټرولیږي! مونږ کاغذ ته ولي په سرو زرو فوقیت ورکوو؟

ایوان ریډلي چي افغانستان نه برطانيه ته ورسیده ولي کوم چینل یې مرکه خپره نکړه؟

د سوالونو او ځوابونو د زده کړې لپاره خپله یو څو پيچلې لاري او ګودري دي چې بلدتيا یا زده کړه یې له استاذانو ضروري ده.

ډاکټر حیدر
۱۲/۹/۲۰۲۰

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx