افغانستانسولې اړوند خبرونه

پمپیو: د امریکا راتلونکې مرستې به د بین الافغاني مذاکراتو له پرېکړو سره تړاو ولري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» وایي، د بین الافغاني مذاکراتو ټيمونه کولای شي خپلې پرېکړې وکړي، خو د امریکا د راتلونکو مرستو حجم به له همدې پرېکړو سره تړاو ولري.

پمپیو دغه څرګندونې نن په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په لومړۍ ناسته کې کړې. نوموړی ویلي «زه له تاسو غواړم چې د پرېکړو په وخت یاد ولرئ، چې ستاسو انتخابونه او خوښه به د امریکا د راتلونکو مرستو پر حجم او پراختیا اغېز ولري، نو هیله لرم چې یوې باثباته سولې او باثباته افغانستان هدف ته ورسېږئ او زموږ هدف همدا دی چې له یوه باثباته افغانستان سره ملګرتیا ولرو.»

پمپیو ددې تر څنګ د یوه خپلواک، باثباته، پراخ بنسټه او له ګاونډیانو او نړیوالي ټولنې سره ملګری افغانستان د امریکا د خوښې وړ وباله او ټينګار یې وکړ، چې یاد هیواد باید بیا ځلې د «ترورستانو» ځاله نه شي.

د پمپیو له قوله، دا چې طالبانو له القاعدې سره د اړیکو ختمولو ژمنه کړې، دوی ترې هرکلی کوي او ورته هیلمن دي.

د نوموړي په خبره، د سیاسي سیسټم انتخاب د مذاکراتي ټیمونو کار دی، خو که چېرې ډيموکراټيک سیسټم غوره شي، د ټولنې د یوې لویې برخې استازولي به شي او د واک بنسټیز اصول پکې پلې کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

که چازماخبره منله دکفاروکومک ته موږضرورت نلرواونه ددوی دامرداری پیسی دملک دجوړولودپارپه کاروو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx