افغانستانسولې اړوند خبرونه

د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځ: طالبانو د «ښه نیت» له مخې ۲۲ دولتي عسکر له بنده خلاص کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې نن په قطر کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ د خبرو د پیلېدو په تړاو لومړۍ تشریفاتي ناسته ترسره شوه، طالبانو د «ښه نیت» له مخې په هلمند ولایت کې ۲۲ دولتي عسکر له بنده خلاص کړي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په همدې تړاو لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» په امر په «مذاکراتو کې د ښه نیت» ښودلو په موخه، د بندیانو کمېسیون په هلمند ولایت کې هغه ۲۲ تنه عسکر له بنده خلاص کړي، چې په بېلابېلو وختونو کې په جګړه کې نیول شوي وو.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې « اسلامي امارت هڅه کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو د جریان د تسریع او په یاد جریان کې د اعتماد او باور فضا د ایجادولو په موخه داسې ګامونه واخیستل شي چې یاده پروسه خپلې مطلوبې نتیجې ته ورسوي او په افغانستان کې د بشپړ اسلامي نظام د حاکمیت او د تل لپاره د جګړې د اختتام سبب وګرځي. ان شاءالله»

طالبانو ددې تر څنګ له «مقابل جهت» هم غوښتي چې ورته ګامونه واخلي او له فرصتونو سالمه او ښه استفاده وکړي.

یاده دې وي، چې دغه بندیان داسې مهال خلاصېږي چې نن په دوحه کې د نړۍ د لسګونو هیوادونو د سفیرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته ترسره شوه او اوس ویل کېږي، چې د طالبانو او افغان جهتونو مذاکراتي ټیمونه د بندو دروازو تر شا د مذاکراتو د اجنډا په جوړولو بوخت دي.

په یاده ناسته کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس «ملا برادر اخند» ټينګار وکړ، چې مذاکرات په ښه توګه مخته یووړل شي تر څو تفاهم ته لار پرانیستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx