افغانستانسولې اړوند خبرونه

د افغان جهتونو او طالبانو د مذاکراتي ټيمونو تر منځ لومړنۍ ناسته شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۹ل): په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو تر لومړنۍ تشریفاتي ناستې وروسته د افغان جهتونو د مذاکراټي ټيم ا و طالبانو تر منځ مخامخ تعرفي ناسته شوې او دواړو لورو یوه ګډه کاري کمېټه هم ټاکلې.

د رسنیو د راپورونو په اساس، د افغان جهتونو او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ دغه ناسته نن په دوحه کې د بندو دروازو تر شا شوې چې په مهال یې د دواړو لورو د مذاکراتي ټیم غړو خپله لنډه پېژندنه یو بل ته اورولې او  تر څنګ یې د مذاکراتو د اجنډا برابرولو لپاره ګډه کمېټه هم جوړه کړې.

د نیویارک ټایمز خبریال «مجیب مشال» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې په دې ناسته کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم له مشر «شیخ عبدالحکیم» پرته د دواړو لورو د مذاکراتي ټیم ټولو غړو ګډون درلود.

ویل کېږي، چې  د دواړو لورو تر منځ  د تماس یوه ګډه کمېټه هم تشکیل شوې، چې د افغان جهتونو له لوري  معصوم ستانکزی، خالد نور، ضرار احمد مقبل، مولوي عنايت الله بليغ، نادر نادري، محمد ناطقي او فوزيه کوفي او د طالبانو له لوري مولوي عبدالکبير، شېرمحمد عباس ستانکزى، نور الله نوري، شهاب الدين دلاور او مولوي قاسم د یادې کمېټې غړیتوب لري.

د تماس کمېټه به د بین الافغاني مذاکراتو د وخت او د خبرو لپاره د اجنډا په ټاکلو کار کوي.

د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته چې نن په دوحه کې ترسره شوه، د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو تر څنګ د نړۍ د لسګونو هیوادونو سفیرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون درلود.

ټولو لورو د بین الافغاني مذاکراتو د بریا او په یادو خبرو کې له زغم څخه د کار اخیستلو هیله څرګنده کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله دی یو سراتاسری سولی او اوربند پدی ملک کی قایم کړی. دواړه فریقه باید له زغمه کار واخلی. ملا برادر دی خپل د زندان شپی او ورځی ور په یاد کړی کله چی د پنجابیانو لخوا په زندان کی وه. طالبان باید پوه شی چی د هغوی عزت او درنښت په خپل کور ښه کیږی نسبت و نورو ملکونو کی. بناآ طالبان دی خپل کور ته راشی د سولی ساتونکو په توګه، د دی ملک د عسکرو او خدمتګارانو په څیر نه دا چی د پخوا په شان له درو او سوټیو سره.

غ.حضرت

خبره خو دا ده چی:
ناسته خو ده، چی دا به د (نس ) ناسته وی او که د ( بس ) ناسته. هیله ده د بس ناسته وی څو خپل ټاکلی منزل ته سره ورسېږی البته ددې چهار زانو ناستی د نتائجو په څرنګوالی همدا اوس هم ځینی شتمن کوډګران خبر دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx