افغانستانسولې اړوند خبرونه

ایران: تمه ده بین الافغاني مذاکرات د بهرنیانو له لاسوهنې پرته پایلې ته ورسېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۹ل): ایران وایي، د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ له پیل شوو مذاکراتو هرکلی کوي او په دې تمه دي، چې دا خبرې د بهرنیانو له لاسوهنې او مداخلې پرته مطلوبې پایلې ته ورسېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزرات له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ایران د طالبانو، افغان حکومت او سیاسي ګوندونو تر منځ له مذاکراتو هرکلی کوي او تمه لري چې دا خبرې د بهرنیانو له مداخلې پرته د یوه افغاني تفاهم په ترڅ کې مطلوبې پایلې ته ورسېږي او په نتیجه کې افغانستان کې دایمي سوله او امنیت رامنځته شي.

خبرپاڼه کې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیانو شتون د شته ستونزو لامل بلل شوی او  ټینګار شوی، چې د افغانستان کړکېچ له نظامي لارې حل کېدای نشي او باید د مذاکراتو له لارې هڅه وشي، دې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ایران ددې تر څنګ پر طالبانو، او د  افغان جهتونو پر مذاکراتي ټیم غږ کړی، چې له تېرو اتلس کلنو «لاسته راوړنو» ساتنه وکړي او همدا راز یې د بین الافغاني مذاکراتو په لاره کې هر ډول همکاري او د یادو خبرو کوربتوب ته چمتووالی ښودلی.

د بین الافغاني مذاکراتو لومړنۍ ناسته نن د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې ترسره شوه، چې د نړۍ د لسګونو هیوادونو سفیران او د بهرنیو چارو وزیران یې ګډونوال وو.

په یاده ناسته کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا برادر اخند» یاده کړه، چې طالبان مذاکراتو ته بشپړه ژمنتیا لري او ټول لوري باید په خبرو کې په زغم مخته ولاړ شي تر څو یوه تفاهم ته لاره پرانیستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

کاشکی یوامام خومینی په افغانستان کی پیداسوۍ وای چه خلکیان اوپرچمیان یی دغسی ټکولی وای لکه چه امام خومینی توده وټکوله اوملک یی دهمیشه دپاره دمنافقینوخلاص کۍ اودالله اودرسول حکم یی پرځای کۍ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx