افغانستانسولې اړوند خبرونه

ملا برادر اخند: په خپل ټول توان به د بین الافغاني مذاکراتو د «ښې پایلې» لپاره هڅه وکړو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د طالبانو سیاسي مرستیال او په قطر کې د سیاسي دفتر رییس «ملا برادر اخند» وایي، طالبان به په خپل ټول توان د افغانستان د سوکالۍ او سولې لپاره هڅې وکړې.

ملا برادر اخند دغه څرګندونې د بین الافغاني مذاکراتو د پرانستغونډې د مراسمو ګډونوالو ته وکړې.

نوموړي وویل، چې له امریکا سره د توافقنامې تر لاسلیک وروسته اوس د څلوېښت کلن کړکېچ د پای ته رسولو په موخه د بین الافغاني مذاکراتو پيل کوي او په دې برخه کې به بشپړه هڅه وکړي چې مذاکرات ښه نتیجه ورکړي او افغانستان له سولې، سوکالۍ او ثبات برخمن شي.

برادر اخند وړاندې پر دواړو مذاکراتي ټیمونو غږ وکړ، چې د خبرو په مهال له زغم او حوصلې کار واخلي او له موضوعاتو سره د ښه تعامل په نظر کې نیولو سره مخ په وړاندې ولاړ شي.

نوموړي د طالبانو په استازیتوب ډاډ ورکړ، چې په پوره اخلاص سره به د بین الافغاني مذکراتو په جریان کې کوښښ وکړي تر څو خپل مسلمان ملت ته د سولې، آرامۍ او سوکاله ژوند لپاره زمینه برابره کړي.

ورته مهال د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر «شیخ عبدالحکیم» هم له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د مذاکراتو د بریا لپاره دعاء کوي او کامیابۍ ته یې په تمه دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» هم مذاکراتو ته هیله څرګنده کړه او په خبره یې په لومړیو کې ښايي ننګونې وي او خنډونه رامنځته شي؛ مګر دوی بیا هم ورته هیلمن دي.

د وینا بشپړ متن یې د لاندې لینک په کلیک کولو سره کتلای شی

د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په ناسته کې د ملا عبدالغني برادر اخند د وینا متن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

په داسی اساس وخت کی باید هم طالبان او هم حکومت بی تجربی او سپین سترګی خبرنګاران غونډی ته پرینږدی. مونږه ولیدل چی یو طالب خبرنګار لکه یو کوچی په ډیره زشته لهجه یی داسی سوالونه کول چی ور څخه د نفرت او بد بینی بوی راته. هر هغه پوښتنی چی سبب د لری والی، تفرقی او بد بینی کیږی باید مطرح نشی. اوس هم طالب صاحبان او حکومتی کسان لدی لپاره قطر ته راغلی چی یو بل سره سوله وکړی هغوی د افغانانو په سرنوشت خبری نکوی نه د یوه او دوه کسانو، نو باید له ډیره زغمه او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx