افغانستانسولې اړوند خبرونه

محب: په جمهوري نظام کې طالبان هم له دیموکراسۍ خوند اخیستلای شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي، په جمهوریت کې د نظر تنوع وجود لري او طالبان هم د نورو ډلو ډلو په څېر کولای شي، ددې نظام تر چتر لاندې ژوند کوي.

محب دغه څرګندونې د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په تړاو پر خپل ټویټر لیکلې.

نوموړي ویلي، چې حکومت د داسې«باعزته سولې» غوښتونکی دی، چې د ټولو «لاسته راوړنې» او «حقوق» پکې وساتل شي.

هغه وړاندې زیاته کړې، چې اوسنی نظام د «ولسواکۍ» پر بنسټ ولاړ دی او له دې وروسته به هم وي « په دې نظام کې د ټولو د نظر او انتخاب لپاره ځای شته او طالبان هم د یوې ډلې په توګه، د جمهوریت تر چتر لاندې د نورو افغاني ډلو په شان د ولسواکۍ له مزایاوو برخمن کېدای شي.»

محب ددې تر څنګ د نظام په ساتلو او تقويې ټینګار کړی او په خبره یې په نظام کې دننه ستونزې هم شته چې د اصلاحاتو په برخه کې یې ګډ کار کېدای شي «اصلاحاتو او بهبود لپاره بحثونه اساسي ارزښت لري، خو مهمه د نظام ساتنه او تقویت دی، ځکه چې د #نظام په شتون کې د طالبانو د ډلې په ګډون د ټولو بقا تضمین او ګټې یې خوندي دي. په مذاکراتو کې باید د ټولو تفاوتونو سره سره، د نظام د بقا ترڅنګ، پر تقویت یې هم اساسي بحثونه وشي.»

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو د دوحې په نننۍ ناسته کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید یو سوچه او له شرعي اصولو سره اړخ لرونکی نظام راشي.

طالبانو ددې تر څنګ زیاته کړه، چې د اسلام له لوري د ټولنې ټولو قشرونو ته د ورکړل شویو حقوقو ورکولو ته ژمن دي او هیڅ کله یې هم انکار ترې نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
محب صاحب ته په لن‌‌‌‌‌‌ډو ټکو سره وايم ، چي ستا د ديموکراسي فکرڅخه يواځي تاسو خوند او لذت اخيستلای سئ . مثالونه يي ستاسو په مخ کي ( دکابل ښاروال سلطانزوی ، عبد الرشيد د وستم ، کرام الدين او د ارګ رسوايي ) پراته دي . د نړئ دا فرسوده فکر بل چاته مه سفارش کوه . ستا دي مبارک وي

سیدزرغون شاه آغا

د دیمکراسی څخه یواځی هغه خوند اخستلای سی، چی میرمن یی په بکنی کی د بیچ کی لامبی

مجاهد

محب ، طارق غنی ، عبدالله او داسی نورو همجنسبازانو د پاره دموکراسی د هغوی د همجنسبازی حقوقو څخه دفاع او ملاتړ کوی مګر دوی افغانستان کی د ګوتو په شمار او هغه هم له غربی هیوادو څخه د اشغال سره ملګری راوړل شوی .
د افغانستان سلو کی سل برخی خلک مسلمانان او به دموکراسی عقیده او باور نه لری مسلمانان خپل الهی نظام لری دموکراسی شیطانی نظام دی د محب ، ع او غ په شان شیاطینو دین او نظام دی په ځانګړی دول طالبان چه د محب ع او غ باداران یی په سجدو کړل

جمیل

نه یوازی طالبان خو ټولو افغانانو د دی منحوسی ډیموکراسی داسی خوند واخیستی چی تر ابده یی ښخه کړه او بیا به یی څوک نوم لا وانخلی .

پښتون غورزنګ

ولاکه چي دا حمد الله محب پر الله تعالی او د حساب په ورځ ایمان لري او که نه! څوک چي دغه دوه عقاید ولري باید په دې فاني ژوندون کي د خوند په لټه کي ونه ګرځي. الله تعا لی وایي چي ما انسان په مشقت کي پیدا کړی دی. دا دنیا د مشقت دنیا ده. د دې فاني ژوندون د خوندونو پلټونکي به په دې دنیا د سرکوزي یا pig په څیر ژوند ولري.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx