نظــر

ولې د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې ښځې نشته؟

عبدالستار سعید

څو ورځې وړاندې چې اسلامي امارت او مقابل جانب د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هیئتونه اعلان کړل، نو ځینو رسنیو یې سمدستي د پرتلې خبره راپورته کړه. ځینو خبریالانو ولیکل چې د طالبانو مذاکراتي ټیم ځکه ناقص دی چې ښځو ته په کې ونډه نه ده بېله شوې. بیلابیلو سمتونو، ولایاتو او قومونو ته په کې برخه نه ده ورکړل شوې او دې ته ورته ځینې نور انتقادونه یې وکړل.

دا خبره خو ثابته ده چې د مذاکراتو پیل شوی پړاو د افغانانو خپلمنځي مذاکرات دي. یعنې په دې خبرو کې به هیڅ غیر افغان یا بهرنی حتی د ناظر په حیث هم حضور نه لري. بلکې یوازې د افغانستان وګړي به تر خپل منځ جر و بحث کوي. کله چې مذاکرات سوچه افغاني شول. نو لازمه ده چې د دې مذاکراتو معیارونه هم باید هغه وي چې زموږ ملت ورته فکري او عملي تعهد لري.

زموږ ملت مسلمان ملت دی. په اسلام کې د ښځې او نر دواړو  د کار او مسؤلیت خپلې ساحې معلومې دي. زموږ دین، زموږ د ملت تاریخ او عمومي فرهنګ موږ ته راښيي چې ښځه په ټولنه کې په فردي او اجتماعي لحاظ کوم او څومره مسؤلیتونه لري. د دې لپاره تاسو د صدر اسلام او خلافت راشده د دوران سفارتي تعلقات او له دښمن سره د خبرو وقائع کتلای شي. دغه راز سل کاله پخوا له انګریزانو سره د خبرو او مذکراتو تاریخ هم زموږ په وړاندې پروت دی. طالبان د افغان ولس نمایندګان دي او افغان ولس په هماغه دین باور لري چې ۱۴ پیړۍ پخوا رالیږل شوی او هماغه افغانیت ته متعهد دي چې سل کاله پخوا زموږ نیکونه ورته متعهد و. دلته نه کوم بل دین چا راوړی او نه دې ولس خپل ملي هویت بدل کړی دی . طالبان د کوم پردي فکر، پردیو ارزښتونو او اجنبي فرهنګ متصدیان نه دي چې د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې د پردیو رواجونو تمثیل وکړي. زموږ دیني او ملي تاریخ موږ ته راښيي چې تفاهم، خبرې او روغه جوړه باید څرنګه وشي او د مذاکره کوونکو کوائف باید څه وي؟ په دې برخه کې که ابهام یا شک لري هغه څوک به یې لري چې د افغان ولس له دیني او ملي فرهنګ یا تاریخ سره یا خو ناواقفه دي او یا ورباندې هیڅ باور نه لري. دغسې منتقدین اقلا په دې هم نه پوهیږي چې د فیصلو او پریکړو سټیج ته استازي د جنسیتي، نژادي، سمتي او نورو توپیرونو په مقیاس نه لیږل کیږي. بلکې دلته د ټولنې د ټولو اقشارو ( هغه که ښځه وي یا نر، کوچني یا لوی، د شرق وي یا د غرب) د ټولو علیا مشترکات او ارزښتونه مهم بلل کیږي. هر څوک چې د دې ارزښتونو دفاع کولای شي هغه د ټولنې د هر فرد فرد نماینده دی. بین الافغاني مذاکرات د افغانستان د راتلونکې په اړه د اساسي پریکړو مجلس دی. دا خو د افغان ټولنې د جنسیتي او نژادي رنګارنګۍ د ښودلو نمایشګاه نه ده چې باید له هره قشره یو څوک په کې موجود وي.

د بیلابیلو سمتونو او قومونو د استازو په اړه خو لومړی باید ووایو چې د اسلامي امارت په پلاوي کې د ټولو قومونه برخه شته. بله دا چې اسلامي امارت د کابل ادارې په شان د قومي جاهلي تعصب په ناروغۍ نه دی مبتلاء چې باید په هر څه کې د قومي تناسب لحاظ وساتل شي. اسلامي امارت د افغانستان ۳۵ میلیونه نفوس ته د یوه واحد ملت په نظر ګوري. داسې ملت چې په یوه خدای باور لري. په یوه کتاب ایمان لري. یو دین، یو مذهب او تر خپل منځي د اسلامي اخوت هغه رشته لري چې تر هغه پورته د خپلوۍ رشته نشته. د رنګ، ژبې او سیمې جلاوالی یوه طبعي پدیده ده. د یوه لاس ګوتې هم یو رنګ نه دي، په یوه کور کې موجود او له یوې مور پیدا وروڼه هم بیلابیل رنګونه لري. دغه طبعي اختلاف قطعا نه شي کولای چې د مسلمان ملت تر منځ د اخوت ځواکمنه رشته کمزوري کړي.

بناء دا چې یو څوک مسلمان وي، صالح وي، د ملت دیني ارمانونو ته وفادار وي، هغه که د هر ولایت وي او په هره لهجه خبرې کوي د دې ټول ملت د فرد فرد استازیتوب کولای شي. که دقیق وګورو دا د اسلامي امارت ضعف نه بلکې د قوت نقطه ده چې دلته قومي، نژادي، سمتي او نور جاهلي تعصبات ځای نه لري. دلته یوازې د اسلامي اخوت روحیه حاکمه ده او بس.

بالمقابل د کابل ادارې له سترو جنایاتو او جفاکاریو یوه دا ده چې په تیرو ۱۹ کلونو کې یې د قومي نفاق او بیلتون هغه اور نور هم تازه کړ چې د تنظیمي جګړو په وخت بل شوی و. په هر څه کې یې د قومي او نژادي ملاحظاتو په ګډولو سره نژادي، سمتي او قومي نفاق ته رسمیت ورکړ. چې اوس ترې په ډیرو ادنی موضوعاتو کې هم ځان نه شي خلاصولی. حال دا چې دغه ډول تعصب حتی د دوی په متبوعو غربي ټولنو کې هم نه دی موجود. په هر ملک کې قومي، مذهبي او نژادي رنګارنګي موجوده ده. مګر هیڅوک له موضوعاتو سره د دغو توپیرونو په اساس چلند نه کوي. بلکې له ملي موقف ورسره په متحد ډول برخورد کوي. مثلا په ایران، ترکیه، عراق، پاکستان او ګڼو نورو هیوادونو کې بیلابیلو قومونه ژوند کوي. آیا تاسو اوریدلي چې دوی له چا سره مذاکراتو ته د په داسې ډول وړاندې شوي وي چې د هر قشر استازبتوب ملحوظ کړي. قطعا نه.

نو بناء د کابل نه قطر ته د ورغلو چارواکو دغه وړ  چلند نه په اسلامي معیار برابر دی او نه د اوسنۍ نړۍ له حاکم دود او دستور سره مطابقت لري. په طالبانو له دې زاویې ا نتقاد کوونکي باید تر هر څه وړاندې په خپل ګریوان کې سر ښکته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

هر څوک غول خوری چی د طالب څخه په خبرو کی د ښځو د ګډون غوښتنه کوی او همدارنګه هر څوک بد کوی چی د طالب څخه د ښځو د حقه حقوقو ( حتی معمولی انسانی حقوقو) د درناوی هیله لری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx