افغانستان

د بین الافغاني مذاکراتو په ورځ هم دولتي الوتکو په غزني کې ۴ ماشومان په خپلو وینو لمبولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې نن د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې په تړاو د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه روانه وه، دولتي عسکرو د غزني ولایت په مرکز کې د هوايي بریدونو په وسیله ۴ تنه ماشومان په خپلو لمبولي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو نن غرمه د غزني ولایت مرکز په «قلعه غچ» سیمه کې د خلکو په کورونو بمباري کړې، چې له امله یې یو د استوګنې کور ویجاړ شوی، ۲ ماشومانې «شهیدانې» شوي اوړ ۲ نور ټپیانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه هم دولتي الوتکو د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د خلکو د استوګنې په کورونو د بمبارۍ په ترڅ کې ۱۳ تنه ملکيان ټپیان کړي او یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د چارو شنونکو په اند د بین الافغاني مذاکراتو په جریان کې د دولتي عسکرو لخوا په ولسي خلکو «ناترسه» هوايي او توپچي بریدونه د یو شمېر بهرنیو هېوادنو په لمسون او د سولې پروسې د سبوتاژ هڅو څخه پرته بله هیڅ مانا نه ورکوي، چې په خبره یې دولت باید له داسې «پاروونکو» اعمالو څخه لاس واخلي او د افغان ولس هیلو ته تسلیم شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx