نظــر

د ملې (ملائې) بندیان

احمد جاويد شکيب

له ډیرو ورځو  په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو افغان سیاسي بندیانو د خلاصون تصویرونه ګورم،  همدارنګه  له خبریالانو سره  مې د دوی مرکې واوریدلې.

د بندیخانې د سختیو سره سره د دوی په مخونو کې یو ډول نور او په  څیرو کې يې اطمنان او خبرو کې یو ډول درایت راته ښکاره شو.

له بی بی سی سره یوه خلاص شوې پخواني زندانې د مرکې په جریان کې وویل چې عمر به دیرش کاله وې نو که ډیر ژوند وکړي نو دیرش کاله نور به هم ژوندی وي،  اخر موږ ټول مرو، نو ولې د دیرش کاله ژوند لپاره داسې کار وکړم، چې د الله سبحانه و تعالی د نارضایتۍ سبب وګرځي.  د خلاص شوي پخواني زندانۍ خبرې ډیرې ژورې وې د ده له  همدې خبرې سره یو ناڅاپه د مَلِې یا مَلَائِې  زندانیانو کېسه ذهن ته راغله.

مَلاې یا مَلِې یا  Malay   په جنوب ختیځې آسيا کې د ځانګړې نژاد لرونکي خلک دي، چې په مالیزیا او اندونیزیا کې اوسیږي او د مذهب  له پلوه مسلمانان دي.

کلونه مخکې  د ۱۶۴۱ او ۱۸۲۴ ترمنځ د اروپا د استعمار په دوران کې هالینډي ځواکونه  له پرمختللو وسلو سره  جنوب ختیځې اسیا ته ورسیدل اود آسیا دا سیمې يې د باروتو، چل او فریب له لارې اشغال کړې. د مالیزیا د ربړو صنعت  او د هېواد سوداګري  يې خپله کړه.

ځینې دیندوسته او وطندوسته مَلې ځوانانو ته دا د زغم وړ نه وو، چې د کافرهالنډ د استعمار تر توغ لاندې ژوند وکړي نو هالنډي استعمار په وړاندې د خپل دین او وطن د دفاع لپاره راپاڅیدل او جهاد يې پیل کړ.

د استعمار په وړاندې  غږ پورته کوونکي ملې مجاهدین د هالنډیان او برطانویانو ډیر بد راتلل. هالنډیانو، ملې مجاهدین په بیلابیلو بدو نومونو لکه ترهګر، شرجوړونکي، اشرار، وروسته پاتې، تیاره فکر لرونکي او … یادول او یاد مجاهدین يې  د هالنډ، برطانيې او د غربي استعماري منافعو ته یو لوي ګواښ او  ستر خطر ګاڼه.

مَلاې یا مَلِېِ مجاهدین د کمزورو وسلو او کورنۍ  خیانتونو له کبله په جګړو کې سخته ماتې وخوړه.  ډیر زیات يې په شهادت ورسیدل او یوه لویه برخه ملاې مجاهدین جنګي اسیران شول.

اسیر ملاې مجاهدین د  هالند او برطانيې په څیر په اصطلاح د متمدنې ټولنې په وړاندې د خپل هېواد د آزادۍ لپاره د مبارزې په جرم غلامان شول. بیا دا غلامان په جنوبي افریقا کې په انګریزانو خرڅ شول.

ملاې مجاهدینو اوس د خپل وطن څخه لرې په جنوبي افریقا کې د ورځې په دوران کې په جبرې ډول په ځمکو کې دهقانې کؤله او د شپې به يې بیالاسونو زولانه و.

مجاهدینو  د وخت په تیریدو سره هر څه له لاسه ورکړ، خپله فردي آزادۍ او خپلواکۍ، خپل وطن خپله ژبه، رسم او رواج او….

یواځې یو شی، چې دوی په هغه  غیرت کړی او د هغه لپاره له هر څه تیریدو ته چمتو شوي و هغه د دوی دین اسلام وو، چې ورسره پاتې شو.

په جنوبي افریقا کې د ملاې مجاهدینو په باره کې ویل کیږي، چې دوی به ټوله ورځ سخت کارونو کول د شپې به له ډیرې ستړیا سره سره بیا هم   د تهجد په لمانځه ودریدل  او د لمانځه وروسته به يې همدا دعاويې کولې، چې یا الله زموږ راتلونکې نسل هم په اسلام قائم لري.

ملاې مجاهدین د برطانویانو او هالنډیانو د ملامتیا او بدو نومونو پروا نه  درلوده.  د سختیو او ربړونو  په وخت کې به يې د مورال د وچتوالی لپاره د قرآن کریم د سوره یونس ۶۲ ایت  بار بار تلاوت کاؤه، چې الله سبحانه وتعالی وايي:  أَلآ إِنَّ أَولِيَآ ءَ اللهِ لَاخَوفٌ عَلَيهِم وَ لَا هُم يَحزَنُونَ.

لکه څنګه، چې افغان سیاسي بندي  په مرکې کې وویل، چې ژوند ژر تیریدونکی دی. ملاې مجاهدین اوس نشته ټول وفات دي؛ خو دوی تاریخ پاتې دی. اوس د همدې مجاهدینو  نسل په جنوبي افریقا کې شتون لري.  دوی د خپلو پلرونو په کارنامو نه شرمیږي بلکه فخر پرې کوي.

ملاې مجاهدین اوس نه شته خو اسلامي نړۍ ته يې د غیرت میړانۍ او قربانۍ سپيڅلی تاریخ پریښود. ملاې مجاهدینو یرغلګرو دوښمنانو ته وښودله، چې که یرغلګر هر څه ترې واخلې خو  د دوی له زړونو ایمان نه شي اېستلی.

هغه کسان، چې فکر کوي، چې په زندانونو کې به همیشه بد خلک وې،  داسې نه ده، کله کله بهترین د انسانانو لکه یوسف علیه السلام هم زنداني کیږي. ډیری وخت  هغه کسان هم زنداني کیږي، چې یوازې او یوازې يې  د خپل رب امر ته   لبیک ویلی وي.

الله سبحانه و تعالی  دې د اسلام ټول  بی ګناه بندیان خلاص کړي.

امین

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx