افغانستان

 ارګ: د امریکايي پوځ قوماندان غني ته د ملاتړ ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ وږي، ۱۳۹۹ل): ارګ وایي، د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ «سینټکام» قوماندان «جنرال مک کینزي» له اشرف غني سره لیدلي او نوموړي ته یې ډاډ ورکړی، چې امریکا یې له حکومت او دولتي ځواکونو ملاتړ کوي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د ملي امنیت سلاکار او دفاع وزیر هم ګډون درلود او په مهال یې د سولې د مذاکراتو په پيل، د دولتي ځواکونو په تقویې او ملاتړ او د افغانستان او سیمې په امنیتي وضعیت خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې د مک کینزي له خولې لیکل شوي، چې نوموړی په دغه مهمه ورځ له دې امله راغلی و تر څو له کابل حکومت سره د امریکا په ملاتړ ټینګار وکړي «جنرال مک کینزي وویل، په دغه مهمه او تاریخې ورځ زما د راتګ موخه دا ده چې یو ځل بیا د افغانستان دولت، خلکو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د امریکا متحدو ایالتونو پر ملاتړ ټینګار وکړو. هغه زیاته کړه، زموږ ټولې پرېکړې د افغانستان حکومت سره په مشوره ترسره کېږي.»

د امریکایي پوځ قوماندان داسې مهال په ارګ کې له غني سره ویني، چې د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر او دناټو د قاطع ماموریت مشر «سکاټ مېلر» بیا د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په ناسته کې د ګډون په موخه دوحې ته تللي وو.

پمپیو یادې ناستې ته د وینا په مهال د جګړې په پای ته رسولو ټینګار وکړ او د افغانستان د سیاسي نظام انتخاب یې د افغانانو صلاحیت وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx