لیکنېنظــر

له امریکا سره د مذاکراتو او بین الافغاني مذاکراتو یوه لنډه پرتله

شفيع اعظم اوريا خېل

امریکا له خپل نولس کلن حضور په ټوله مانا ستړې او بیزاره وه او خواست یې له افغانستان نه وتل وو. مقابل کی یې د طالبانو اساسي تقاضا د امریکا او ناټو پوځونو وتل وو، نو امریکا لخوا د نړیوالو په حضور کې طالبانو ته د وتلو لیکلې وعده ورکړل شوه.

بلخوا بیا طالبان په ټوله مانا خپلو کې پدې متفق شوي ول چې افغانستان باید نور امن شي او له دې وروسته هیچا ته اجازه ورنکړل شي څو له دې خاورې نورو ته تهدید جوړ کړي او دا هغه څه وو چې امریکا غوښتل؛ نو طالبانو هم د پوره کېدو ډاډ ورکړ.

مګر بین لافغاني مذاکراتو کې کیسه یو څه بدله ده.

طا لبان پوره نولس کاله له واک، کور او کلي نه فرار ته مجبور کړل شوي وو، هغوی نور بېرته واک، کور او کلي ته را ستنېدونکي دي، خو حکومت بیا په اسانه دې کار ته چمتو ندی. بلخوا حکومت غواړي طالب لکه حزب اسلامي په یوه دفتر او څو ګارډانو اکتفا سره هر څه بېرته دویته پرېږدي، نو پدې شرط بیا طالب قطعا حاضر ندی.
طالب نړیوال ائتلاف باندې د نولس کاله پرله پسې قربانیو له امله په شین زور خپل ځان ومانه، خبرو او سولې ته یې مجبور کړل، ټوله نړۍ یې اوس د نظامي جهت سربیره یو قوي سیاسي منل شوی طرف بولي، نو پدې اساس یې اوس مورال او د واک اخیستلو غوښتنې هم په اوج کې دي او طالب قطعا هغه پخوانی طالب ندی.

بلخوا بیا حکومت له تېرو 19 کالو واک د یو سل تنو مخکښو کورنیو او ګروپونو ترمنځ ویشلی، چی همدا محدود سل کسان کله والیان کړي، کله وزیر، کله سفیر، کله معین کله بل او کله بل پوزیشن، خو بس لکه شطرنج دانې همدې محدود شمېر کې افراد اوړي را اوړي او فکري دایره یې تر پایه دومره ستره نشوه چې یو بل بې وسه بې کسه یا د صالح خبره بې ریشه او بې عقبه افغان هم د واک دغې دایرې او حلقې ته داخل کړي.

نو په لوی قوت او لوی سهم به نظام ته د طالب راتلل او دننه کېدل ورته د خپلې څوکۍ، بوټ او قره قل څیري کېدل ښکاري نو ځکه به تر پایه مقاومت او مخالفت کوي. دا د نظام سقوط، جمهوریت بقا، اساسي قانون او د خلکو له رایو پاسداري او په اصطلاح عدم معامله او دېته ورته الفاظ ټول د همدې تشویشونو یو بخار دی چې همدې قالبونو کې یې اظهاروي.

هو د دواړو لورو لوخوا دا متفاوت شرایط او تقاضاوې به د بین لافغاني مذاکراتو پر میز خپل سنګین بوج ولري. مګر دا پدې مانا نده چې مذاکرات به بې پایلې او موږ ناهیلي شو.

د هیله مندۍ خبر بیا دا ده چې تاسې نن ولیدل چې د نړۍ په کچه نږدې 35 هیوادونو او نولس فعالو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، ناټو سازمان او اسلامي کنفرانس په ګډون تقریبا ټوله نړۍ د افغانستان تر شا ودرېده او ټولو په یوه خوله ژمنه وکړه چې د بندو دروازو تر شا به ودریږي او د افغانانو له دواړو لوریو به د سولې ریزلټ غواړي.

دا پدې مانا ده چې نړۍ به افغان لوري تر هغې پرېنږدي، څو یی له دغو شیدو کوچ نه وي ویستي. نو دواړه مجبور دی چې دې شته کشالۍ ته نور د پای ټکی کېږدي.

له شک پرته نور ګاونډیان، سیمه او نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي او څرنګ چې پرون په افغانستان کې جګړه د دوی منافعو تقاضا وه نن د یوه لوی سیمیز او نړیوال اقتصاد پېښېدونکي تحرک په موخه یو با امن افغانستان او قوي نظام د ټولو ګډه تقاضا ده.

نو د ټولو ستونزو باوجود، سوله راتلونکې او د افغانانو دا اوږد انتظار ختمېدونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx