افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: د افغانستان دننه ځیني غواړي امریکا په جګړه کې ښکېل وساتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، د امریکا دننه ځیني لا هم د سولې پروسې مخالفت کوي او که دی په رسمي موقف کې نه وای، ضرور  به یې د هغوی نومونه افشا کړي وای.

خلیلزاد چې تېره ورځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په ناسته کې د ګډون په موخه دوحې ته تللی و، هلته یې له طلوع نیوز سره په يوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د افغانستان دننه ځیني کسان له طالبانو سره د سولې په پرتله اوسني حالت ته ترجیح ورکړي او غواړي چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ښکېل وساتي او ځیني نور بیا په سیمه کې خپل شته رقابتونه په افغانستان کې  پالي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې له دې وروسته به یې دا د ماموریت یوه برخه وي، چې پر هغو کسانو فشار راوړي کوم چې د سولې په پرتله اوسنی حالت غوره بولي او د دوام په هڅه کې یې دي.

د خلیلزاد له قوله، ده ته د سولې مخالفې کړۍ معلومې دي او که په رسمي مؤقف کې نه وای د هغوی نومونه به یې رسنیز کړي وای.

نوموړي ددې تر څنګ د افغانستان جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا د هر څه ژر پای ته رسولو هیله څرګنده کړه او هغه څرګندونې یې رد کړې، چې ګواکي امریکا د خپلو ټاکنیزو سیالیو لپاره د افغانستان د سولې پروسه مخته وړي.

نوموړي وویل، چې د افغان سولې پروسه د امریکا له ټاکنو سره هیڅ اړه نه لري او امریکا ځکه ددې جګړې پای ته رسولو ته په بیړه کې ده، چې نه غواړي نور یې قیمت پرې کړي او یا یې عسکر دلته ووژل شي.

د خلیلزاد له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تېره ورځ په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته ترسره شوه، چې پر خلیلزاد، پمپيو، سکاټ مېلر او لوړ پوړو امریکایي چارواکو سربېره د نړۍ د لسګونو هیوادونو سفیرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون درلود.

په یاده ناسته کې پمپيو وویل، چې د افغانستان د سیاسي نظام ټاکل د افغانانو صلاحیت دی؛ خو هغوی باید یاد ولري، چې د امریکا راتلونکې مرستې يې له پرېکړو اغېزمنې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خو واضحه خبره ده. د ډیرو کسانو د معشیت سبب همدا جګړه ده. که جګړه نوی او مونږه یو قوی حکومت ولرو بیانو پنجشیر هیڅکله د پیښور جمرود نشی ګرځیدلای. اوس خو ګورو چی پنجشیر علاقه یی غیر ګرځیدلی او هر څوک چی جنایت وکړی بیا هلته پناه اخلی او په امن کی ژوند کوی. جنګسالاران، د ځمکو غاصیبین دا ټول غواړی امریکایان په جنګ وساتی او طالبان یوې سولی ته و نه رسی تر څو د هغوی بقا حفظ شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx