لیکنېنظــر

د سولې شرط اسلامي نظام

عبدالغفار سربڼ

بیا سودا وارخطا کړی یم چې نن سبا د دوحې ناسته ده او وطنداران سره کښیني او په يوې قبول شوې افغاني او اسلامي طرحې او میثاق یو له بل سره غږیږي, ایا دوی به د څلويښتو کلونو ناخوالی اود هغو علل په پام کی ونیسي او که بیا به د اصلي مسایلو ځای فرعي بې اهمیته مسایلو ته اوړي را اوړي.

مونږ باید ټول هاغه خبرې چې مونږ له عنعنوي  پيوستون او يووالي نه لرې کوي د بحث نه حد اقل تر هغو له نظر نه وغورځوو چی یوی موافقی ته نه یاستو رسیدلي.

څلور لسیزی مخ کی زمونږ هیواد د جمهوریت په یوی کاذبی کودتا او بیا په تلوار د بلی خلقی او بیا پرچمی کودتاو په نتیجه کی له پيوستون او ثبات او سولی او بلاخره له خپلواکی محرومه شه.  دا څوک چی هالته په دوحه کی ناست دی  اول باید دا علت چی علت العلل دی او د مداخلی او دتجاوز او اشغال په ترڅ کی را پیښ شول په صداقت او امانت ومني.

بیا د چاری اوحل لیار اسانه کیږی . دا سوال باید له ځان نه وکړی چی مبرم مبرم مبرم اولی کوم شې دی. اول باید یو هیواد ولرو چی ارضی تمامیت یی حفظ وی بیا قلمرو او ساحه یی د بل دولت یا قوت تر اثر او نفوذ لاندی نه وی بیا جغرافیه اوحدود او هویت یی باید محفوظ وي نو بیا خپلواک وي په هيڅ خارجی ځواک تړلی نه وی . فقط پس له دی بیا پر دومو مسایلو بحث واجب دی ځکه که مونږ په قانون اساسی وغږیږو دا به مضحکه او پرځان ملنډی وهل وی.

ایا په هغه قانون کی چی راغلی وی چی  د استقلال ارضی تمامیت او  دثبات تامین ددغه قانون مرام دی او بیا دا دری واړه  نه وی موجود او ټول نقض شوی وی نو په یوه نقض شوی قانون بحث کول لویه ناپوهی ده. یو چا په خره باندی قیمتی شیان د پلورلو له پاره بار کړی وو.
د ه ته خوب ورغی او له خوبه چی را پاڅید خر ورک وو  .دی لګیا شه هر بوټئ او هر کنج یې لټوه چا ورته وویل چی څه شی دی ورک کړی ویل یی چی مال او روپي می ورکی دی او په خره می بار کړی وو .هغه تری وپوښتل چی خر چیری دی،ده ورته وویل چی خر ورک دی، سړی وویل چی ولی خر پسی نه درومی تا خو په خره بار کړی وو.

دی لاهم لګیا وی او د چا یی نه اوریدل او خر یی پریښي وو او مال یی دخپل دخوب ځای کی لټوه .اخر هاغه  هیواد چی ټول هست او بود یی له لاسه ورکړی وی  نارینه یی د پردیو غلامان وی او پولیس او فوج او اداره یی د بهرنیو په خیرات چلیږی د کوم منطق په بنا کولای شې د میرمنو حقوق یا د اتباعو حقوق ورکړی او یا هالته له تقلبه فارغ انتخابات ولری او یا غلام ولس څه رنګه ولسواکی ته رسېدلی شي؟

اوس پر دغو دوستانو چی دا  ادعا لری چی جمهوریت د میرمنو حقوق پارلمان نقض شوی اساسی قانون ددوی سری کرښی دی او دا غواړی چی په دوحه کی یی طالبان دوی ته ورکړی په ډيره ژوره غلطی کی دی .ناتو په خپل ټول قوت او پرون وارسا پکت ونه شو کولای دا هیلی او فرمایشات چی دوی یی لری دوې ته ورکړی نو طالبان به په دوحه کی دا دوی ته څه رنګه ورکړی. دوی دا  غوښتنی لاس ته رانه وړلی ځکه هیواد خپلواک نه وو استقلال یی نه درلود خلک او خالق له دوی سره  مل او مرستندوی نه وو  ریس په ارګ کی د هغه سیال په وزارت خارجه کی وزیران  والیان ولسوالان معینان او فوجی قوماندانان د ناتو دقومندان او د امریکی د سفارت له خوا ټاکل کیږي.

نر څوک دی چې له دغو حقایقو انکار وکړي، کله چې یو هیواد تر دې حده پر پردیو تکیه ولری  نو افغانان باید په کوم شی بحث وکړی؟

اول کار ځان له غلامی خلاصول دی . بیا په واحد با ثباته  ملی ګټو ته متعهد اسلامی نظام باندی بحث او اجماع او فیصله  بیا باید چی هیواد له تجزیی وساتو  مهمه دا ده چی باید هغه شی چی ټول یا لوی اکثریت په هغه اجماع لری ومنل شی  . بیا د هغو لیږګکیو رضایت تر لاسه شې چی ځان په دی معاملی کی بایلونکی ګڼي.

زما په اند اوس ددی وطن څاروی او تیږی او غرونه هم پوهیږی چی افغانان په ټولیزه توګه په یو اسلامی نظام توافق کولای شی ځکه په هر بل یو  جوړښت کی  ځینی برخی  پر خپل حق راضی کیږی نه . اسلامی نظام پرته له توپيره ټولو ته په عدل ګوری.ټول هغه خلک چی د سوسیایزم او د ولسواکی په خوبونو او خیالونو نه کی غرق دی  باید پوه شی  چی ددی هیواد وګړو زښته لوړه خساره اوبیه ورکړی ده تر څو ددغو خیالی او لیری له واقعیت غوښتنو نه وطن وژغوري.

له دوی نه زما سوال نه دا دی چی دوی کومه بیه د دموکراسی په خاطر له خلکو نه غواړی. څومره وینی نوری باید تویی شی تر څو دا د غربی دموکراسی لیونی میینان له دی جنون نه لاس په سرشی او بلاخره پوه شی چی دلته افغانان  ددغو شلو کلونو  په ترڅ کی ددمکراسی د تجربی نه داسی پکو دی چی تر قیامته به له دموکراتانو نه ځان ساتی. کیدی شی دا ولسواکی سره زر وی خو که چاړه د سرو زرو شی بیا یی هم له دیری مینی سړی په خیټه نه منډی. بس دی  لابراتواری تجارب په دی هیواد باندی .  ایا ټول هیواد له دموکراسی نه دوی جارول غواړی. نو دچا له پاره بیا دموکراسی غواړی که خلک ټول د ددوی له دی ارمان نه قربان شی.

د کمونیسم او دموکراسی پلویان دی شکر وباسی او له الله نه منندوی وی چی دوی  په مسلمان هیواد او له مومنو پښتنو  سره مخامخ وو او دوی ډیر زړه سوانده او رحیم خلک دی که نه په نورو هیوادو کی له داسی پردی پالو سره زښته ظالمانه سلوک کیږې. زه نه پوهیږم چی کوم وقت به زما دا خبری تاسوته څوک وکړی که نه خو زه خپله غاړه خلاصول غواړم.

زه په سور خط  دا مشق لیکم : که  په افغانستان کی نیم نفوس قتل شی دا بل نیم به پردی ارزښتونه او غیر اسلامی نظام ونه منی که څه هم په چل او ول راشی. که په تاسو کی لا تر اوسه د خپلواکی غریزه نه ده مړه  نو د ټولو کاذبو بهرنیو کابوسونه او خوبو نه رابیداره شی. او همدا اوس د وطن او داستقلال د ساتلو په لټه کی شی لاس په لاس ورکړی . ایا  پرته له محکم باور او ټينګ ایمان نه ددی امکان وو چی دا وطن د مقدونی اسګندر او د اشوکا او مغول او تیمور ترکی او دصفویانو او انګریزانو او روسانو او اوس د ۴۹ هیوادونو له اشغال نه خلاص شی. ابدا

په زنده باد دموکراسي چا  دهلي او نیشاپور نه دی نیولی، راجمع شي او دعا وکړي په اسلامي نظام.

هر هغه چې نن له اسلامي نظام نه پرته بله کومه بهرني ایدیولوژي وړاندې کوي فقط د خارجي مداخلې له پاره کړکۍ او دروازې خلاصوي او بهرنیان په همدغه بهانه بیا بیا د اشغال چل ول جوړولی شي.

نو که سوله حقیقتا د ټولو غوښتنه وي فقط یو شرط لري او هغه اسلامي نظام دی. کله چې هر یو په دې وطن کې اسلام غواړي د اختلاف له پاره کوم دلیل نه پاتی کیږي، باقي شرعي نظام چارې اداره کوي او د شکایت له پاره هم څه نه پاتې کیږي.

یادونه:
کله چې استقلال حاصلیده هغه وخت هم برتانیه د لمړی نړیوالی جګړی نه ستړی وه او دننه په برتانیې کې د بل کومې اوږدې جګړې جرات په انګریزانو کې نه و پاتې ځکه دا تاریخي فرصت د افغانانو له پاره فایده منه ثابته شوه.

اوس اوس بیا بل تاریخي فرصت لاس ته راغلی امریکا او ملګري یې له شل کلن جنګ نه افغانستان او عراق او سوریې … کې ستړي دي او د الله غضب  د کورونا وبا هم خپل اثر پراخ کړی نو دښمن وتلو او روغې ته تیار دی بلکه مجبور دی.

افغانان باید په حوصله او تدبیر بې له غرور او کبره له دې فرصت نه استفاده وکړي.

باذن الله
اهد نا الصراط العزیز الرحیم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx