افغانستان

بغلان کې دولتي الوتکو ملکي وګړي بمبار کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې دولتي الوتکو د ملکي خلګو کورونه بمبار کړي، چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوې.

له سیمې څخه په همدې تړاو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې تېره شپه د نهرین ولسوالۍ اړوند «حافظ بچه» سیمه کې دولتي الوتکو د ملکي خلګو پر کورونو بمبار کړی چې له امله یې یو کور تخریب شوی او یو ماشوم او یو کلیوال پکې وژل شوي.

د سیمې امنیتي چارواکو که څه هم د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو دا برید داسې مهال دی، چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ابتدائيي ناستې رواني دي او دواړه لوري د یوې اوږدې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره په موخه د مذاکراتو مېز ته راټول شوي.

طالبانو د همدې ورځې په مناسبت تېره ورځ د خپل مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» په امر په هلمند ولایت کې ۲۲ دولتي عسکر د «ښه نیت» له مخې خوشي کړل.

د شنونکو په باور، د سولې له خبرو سره جوخت پر ملکي وګړو بمبار او هغوی ته مرګ ژوبله اړول به د سولې لپاره د حکومت اراده نوره هم شکمنه کړي او ژمنتیا به یې تر پوښتنې لاندې راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx