افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: طالبانو د افغانانو په خپلمنځي ناستو کې د بهرنیانو له شتون سره مخالفت څرګند کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته تللی و، ویلي چې تمه وه د طالبانو له پلاوي سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» په حضور کې وګوري؛ خو په خبره یې، هغوی د افغانانو په خپلمنځي ناستو کې د بهرنیانو له شتون  سره مخالفت ښکاره کړ.

عبدالله دغه څرګندونې په دوحه کې یوې خبري ناستې ته وکړې.

نوموړي وویل ټاکل شوې وه چې د مایک پمپیو په شته والي کې دواړه لوري ناسته ترسره کړي، خو طالب لوري په دې ټینګار وکړچې دا په  افغانانو پورې اړونده موضوع ده او ناسته باید دوه اړخیزه وي.»

د عبدالله له قوله، دوی هم له طالبانو سره توافق کړی چې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې به بهرنیان نه وي؛ خو په خبره يې، په ځینو وختونو کې شاید د بهرنیانو مداخلې ته اړتیا پېښه شي.

نوموړي ددې تر څنګ اوربند د افغانستان د خلګو یوه مهمه غوښتنه یاده کړه او ټينګار یې وکړ، چې د دواړو لورو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ يې باید په اړه خبره وشي.

یاده دې وي، چې له اوږدې مودې او له امریکا سره د طالبانو په توافق کې له ټاکل شوې نېټې میاشتې ځنډ وروسته تېره ورځ په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته ترسره شوه، چې د طالبانو او افغان جهتونو په مذاکراتي ټیمونو سربېره د لسګونو هیوادونو د بهرنیو چارو زیرانو او سفیرانو هم پکې ګډون درلود.

د یادې ناستې له پای ته رسېدو وروسته دواړوه لورو ګډه ناسته وکړه او د تماس له ګروپونو یې ګډه کمېته تشکیل کړه، چې د مذاکراتو د وخت او اجنډا په اړه به بحث کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» وایي، د تماس ګروپونو تر دې دمه ناسته نه ده کړې او کله چې ناسته ترسره شي، د دواړو مذاکراتي ټیمونو تر منځ به خبرو ته زمینه برابره کړي.

ورته مهال د دواړو لورو د مذاکراتي ټیم مشرانو او غړو د قطر له امیر سره هم لیدلي او د افغان سولې په پروسه کې یې د نوموړي له همکاریو مننه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

مشکله ده چی د بهرنیانو په حضور درست تقسیمات وشی. که خبره د بهرنیانو وی بیانو ملا برادر ولی د پاکستان وزیر خارجه ته خپله غیږ خلاصه پریږدی او غاړه په غاړه کیږی څه قریشی خو یی د ### ندی.

Adam Khan

Talib Janah, be decisive, be determined and do not forget the advice of your leader – Omer Mujahid. He did not surrender. He told Bush and the world clearly that he would defeat them. Talib Janah, you are smart and make sure you do not get trapped.

Make sure you follow the instructions of THE HOLY QURAN and HADITH

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x