افغانستان

زلمي خلیلزاد د کابل حکومت په ګډون د سولې ضد کړیو ته توند خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کابل حکومت او هغو کړیو ته چې له طالبانو سره د سولې مخالفت کوي، سخت خبرداری ورکړی دی.

د طلوع نیوز خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د سولې مذاکراتو د ناکامۍ احتمال شته؟ زلمي خلیلزاد ویلي چې امریکا هیڅ چاته اجازه نه ورکوي د خپلو شخصي ګټو په خاطر د سولې مذاکرات ناکام کړي.

نوموړي څرګنده کړې، که چیرې په بین الافغاني مذاکراتو کې د شخصي ګټو پرځای د افغانستان ملي ګټو ته ترجیح ورکړل شي، نو خامخا به روانو ستونزو ته د حل لاره پیدا شي.

د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامۍ په اړه نوموړي د سولې ضد کړیو ته داسې خبرداری ورکړی: «د مذاکراتو ناکامي په هیڅ صورت د منلو نه ده، هره ستونزه د حل لاره لري او باید ورته حل لاره وموندل شي، مونږ په دې برخه کې مرستې ته تیار یو»

خلیلزاد د خپلو خبرو په دوام ویلي، د افغانستان په داخل کې یو شمېر داسې کسان شته چې اوسنیو حالاتو ته له طالبانو سره د سولې په یو حالت ترجیح ورکوي او په سیمه کې داسې کسان هم شته چې غواړي امریکایان په دغه جګړه کې ښکېل وساتي او خپلو سیمه ییزو سیالیو ته په افغانستان کې دوام ورکړي.

نوموړي په دې تړاو داسې ویلي: «همدومره ویلای شم چې داسې خلک شته چې له طالبانو سره د سولې پرځای اوسنیو حالاتو ته ترجیح ورکوي.. د افغانستان په داخل کې ځینې داسې کسان هم شته چې غواړي د امریکا پښه په دې جګړه کې بنده وساتي، ترڅو امریکا قیمت اداء کړي او ځینې نور بیا په افغانستان کې خپلې سیمه ییزې سیالۍ لوبوي.»

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په داسې مهال د کابل حکومت په ګډون جګړه خوښو کړیو ته خبرداری ورکوي، چې تیره ورځ د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم وویل، چې د امریکا لپاره یې دیموکراسي نظام خوښ دی؛ خو د افغانستان لپاره د نظام خوښول د افغانانو خوښه ده، چې هرقسم نظام یې خوښ وي امریکا ورباندې اعتراض نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یار که خپه کیږی نه هغه پټکی والان خبرنګاران چی نه تجربه د خبرنګاری لری او نه هم درایت او اخلاق یی. د هغوی پوښتنی هم سبب د نفرت او انزجار ګرځی. دا غونده د ملت د سرنوشت لپاره ده نه دا چی هر څوک دلته راشی مایک پرلاس او کمره د خلکو مخی ته ونیسی چی ځان دی معرفی کړه آیا افغانستان کی حکومت شته او کنه… داسی نوری پوښتنی. خود غرضه او پلورل شوی جاسوس کسان باید د غونډی شا او خوای پرینښودل شی څه رسه چی له خلکو پوښتنی وکړی.

جمیل

افسوس چی دا خبره مو شل کاله مخکی درک کړیوای .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx