لیکنېنظــر

د بين الافغاني مذاکراتو په بهير کې د اوربند موضوع

میرویس الفت، عبدالباقي خوګیاڼی او غلام نبي ګل ګل

داسې بریښي چې د طالبانو او حکومت تر منځ مذاکرات پس له هغه چې د سیاسي بندیانو وروستۍ شپږ کسیزه ډله هم له ‌زندانه ووتله په نژدې وخت کښې شروع کېدونکي دي، البته د اوربند مسئله لا مخې ته پرته ده.

د بندیانو د خلاصون پروسې چې د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې یې باید څو ورځې نیولی وای، د حکومت د تعلل په وجه شپږ اوږدې میاشتې ونیولې خو اوس له دې وروسته پیشرفته داسې ښکاري چې هر څه خپلې کښلې کرښې ته را ګرځیدونکي دي.

خود به دې انکشاف د افغانستان په دریدلي زړه کښې یو ځل بیا هیلې او امیدونه را ټوکولي وي.

اوربند ته د حکومت او د هغه د داخلي متحدینو چې ولس ته د ویلو مثبت ډیر څه نه لري لیوالتیا ډیره زیاته او بيخي ښکاره ده او خامخا به یې د لاس ته راوړلو په صورت کښې د خپلې ديپلوماسۍ ستره بریا بولي.

حکومت به په غالب ګمان دا موفقیت د خپل تبليغاتي ماشین د شخوند، تفسیر او تعبیر له پاره د خامو موادو په حیث وکاروي، ځکه حکومت تر حد زیات لیواله دی چې د خپل اقتدار د دوام په خاطر دې کړېدلي ولس ته چې په تیرو څلویښتو کلونو کښې نه د خوشحالۍ خبر اوریدلی  او نه یې د ارامۍ څرک لیدلی یو څه چې په عام ‌ډول مثبت ارزول کیږي وړاندې کړی.

پوهیږو چې د مذاکراتو موفقیت او د اوږدو و‌ژونکو دښمنیو پای ته رسول تر هر څه دمخه د ګرمو سنګرونو سړول غواړي او د اوربند په سر يوې موافقې ته رسیدل د ولس د پراخو پرګنو ارمان دی خو لاندې څو نکاتو ته د قرآني ارشاداتو ( و عسی ان تکرهو…) او (فاعتبرو یا اولی الابصار) او ( و لا تلقو بایدیکم الی … ) په رڼا کښی توجه په کار ده.

اول: تدبیر یوه مثبته کلمه ده چې د یو عمل عواقبو ته کتل دي او عواقبو ته نظر انسان له حیوان څخه بیلوی.

که هدف د صلحی او مذاکری له لاری په لاس راتللای شی د جنګ او جګړو درول نه دا چی یو منطقی عمل دی بلکه اشد ضرورت ګڼل کیږی، هغه غوټه چی په لاس خلاصیږی خولی ته حاجت نه لری.

حضرت معاویه(رض) د شام د بې مثاله ارامي علت د معضلو په حل کښی د توری ډیرلږ استعمال او یواځی او یواځی د سخت ضرورت په وخت کښی د هغی څخه کار اخستل بولی.

دویم: په میډیا او په خاص ډول په سیاسی خطابو کښی بین الافغانی مذاکرات یوه پروسه ګڼل کیږی. پروسه د یوه بی پایانه سمندر نوم دی چی کلونه خو لا پریږده لسیزی په کښی ځاییږی.

دویم مفهوم چې  په پروسه کښی پروت دی هغه د تسلسل او د ځنځیر په څیر د خپل منځی ارتباط معنی ده. برسیره پر دی د دی کلمی تر حده زیات او تخنیکی استعمال طول او غزیدل تداعی کوی چی اخر یی ان تر افقه نه ښکاری.

دریم: تعلل او کارشکنی خصوصآ د صلحی په مورد کښی د موجوده حکومت ممیزه ده چی په خپله یی د بندیانو د خوشی کولو په معامله کښی په ملی او بین المللی سطحه په ډیره بی شرمۍ ننداری ته کښیښوده. ښکاره ده چی د وخت  ضایع کول او دصلحی د پروسی غزول د حکومت په ګټه  او د حکومت د نامریی ستراتیژۍ یوه مهمه پایه ده.

څلورم: د حکومت د ستراتیژی ستر هدف د جاری انتخابی پنځه کلنی دوری پوره کول دی نه د یوی دایمی او پایداری صلحی را منځ ته کول یعنی هغه څه چی په نه کولو ،تعلل او کارشکنۍ هم او په اسانه په لاس راتللای شي.

پنځم: د حکومت د صلحی ماډل د طالبانو له پاره د حکمتیار د صلحی ماډل دی. د طالبانو یو ځای کول او هضمول. څه واړه او غټ مالی او سیاسی امتیازات هم د چنو د میز پر سر د بحث او ناندرو له پاره د اغرا او تشویق په غرض دو(هغه مال چی په قمار کښی د یو ځل برد او باخت له پاره بیلیږی) ته ايښودل په نظرکښی ښکاری. فکر دادی چی مال ډیرڅه کولای شی. زوړ انګریزی برداشت د پښتنو په باره کښی وایی چی پښتانه که اخستل کیږی نه اجاره کیږی خو.

شپږم: د امریکایانو او طالبانو په توافقاتو کښی امریکایانو خپل وتل د طالبانو په تعهداتو او دې تعهداتو ته په وفادار پاتې کیدو پورې مربوط کړی دی يعنې که طالبان خپلو ژمنو ته وفادار پاتې نه شي امریکایان هم له افغانستان څخه نه ووځي.

د دې مطلب آمریکايي لوست دادی چی هغه څه چی امریکایان په افغانستان کښی غواړی اوس یی طالبان تر سره کولو ته اماده دی. لذا پاتی کیدو ته څه حاجت نشته.

ددی لوست ضمنی دلالت دا دی چی د امریکایانو یرغل په افغانستان یو مشروع عمل وه او هدف ته تر رسیدو وروسته دلته د پاتی کیدو له پاره کوم حقوقی او قانونی مجوز نه لری.

په هر صورت له عین متن څخه مختلف برداشتونه عام کاراو ډیرشایع دی. هیڅ سیاسی شخص که حکمی وی یا فزیکی خصوصا امریکایان خپله ماتی په بربنډو الفاظو نه منی. سیاسیون ځانونه همیشه موفق بولی ولو که موفقیت یی تر شکسته هم بدرنګه او شرمیدلی وی.

اووم: طالبان بی له توری حتی سپر هم نه لری. د توری تیکی کول د هر څه له لاسه ورکول دی. په دی سړی خوره نړۍ کښی په سپین میدان تش لاس دریدل په لوی لاس ځان په لیوانو داړل دی.

د دی لنډی لیکنی مرکزی نقطه او انګیزه هم همدغه ده. اوربند ته غاړه ایښودل باید د یوه امتیاز په مقابل کښی (د مذاکراتو موفقیت) صورت ونیسی. او که د موفقیت تضمین ناشونی وی د مذاکراتو اوږدول ها خوا تر یوه دمخه مشخص شوی حده ( نهایی حد یی د راتلونکی اپریل نهه ویشتمه چی د امریکایی قواوو د وتلو وروستۍ نیټه ده )هسی خوشی خواری او د تعلل په دام کښی پریوتل دی. د زمانی چوکاټ په باره کښی ( د چک لست یو عنصر) ته مراجعه ګټوره بولو.

اتم: د حکومت په نظرکښی شاید اوربند د بین الافغانی مذاکراتو له پاره صرف یو مقدماتی شرط وی چی طالبان د دی شرط په پوره کولو د افغان حکومت سره د مذاکراتو امتیاز ترلاسه کولای شی.

په بل عبارت اوربند د بین الافغانی مذاکراتو اصلی جز نه ګڼل او داسی انګیرل چی اوربند د بین الافغانی مذاکراتو د پروسی له نورو وروستیو کړیو سره بی له شرطی ارتباط څخه کوم بل ارتباط نه لری حکومت ته دا غلطه امیدواری ورکولای شی چی حکومت بی له تضمینه او بی له کوم نهایی حده په خلاص لاس مذاکرات تر هر وخته چی وغواړی غزولای شی. په لنډ ډول د حکومت هدف دا دی چی بی له دی چی د مذاکراتو د موفقیت په باره کښی تعهدات وکړی او یا دا چی د کوم زمانی محدودیت سره مخ شی د اوربند امتیاز تر لاسه کړی. واضح ده چی دا هغه څه دی چی تعلل او کار شکنۍ ته لار هواروي.

پورتنیو اتو موادو اوحالاتو ته په کتو د لاندی دریځ خپلول منطقی بریښی:

اول: د شپږمی فقری څخه په زده کړه د اوربند موافقه باید د مذاکراتو په موفقیت پوری په واضح ډول وتړل شی. که موفقیت نه تضمینیږی د اور بند دایمی مراعات نشته. مذاکراتو ته یواځی باید په یوه مشخص زمانی چوکاټ کښی د موفقیت  چانس ورکړل شی.

د دغه مشخص زمانی چوکاټ له د مخه تعین شوی نهایی حد څخه وروسته د مذاکراتو د ناکامۍ په صورت کښی د اوربند په اړوند ټول تعهدات خپل اعتبار په هماغه لحظه کښی له لاسه ورکوی او کالعدم محسوبیږی.

څه چی وویل شوه یواځی د عقل او فکر خبره نه ده. تجربه او تاریخ هم مونږ ته دوه نمونی را په ګوته کوی چی د پروسی ډیرغزول د پروسی د ناکامۍ په معنی دی.

• د فلسطین د صلحی دلاری نقشه
• د تامیلیانو د صلحی پروسه

دویم: د اوربند د څار په میکانیزم کښی د طالبانو قوی حضور مهم دی. څک اوسیدل او څار کول د ناڅاپی ضربو د مخنیوی او د هغوی په شدت کښی د کمښت غوره لار ده.

دریم: مخکی له دی چی په اوربند او د هغه د څار په میکانیزم د تصویب مهر ولګیږی حکومت باید د مذاکراتو پروسی ته د متعهد پاتی کیدو تعهد وسپاری. افغان حکومت یواځی نن د سپټمبر په دولسمه رسماً د یوه فریق په صفت په دوحه کښی د مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کښی برخه واخسته. ښکاره ده چی ننۍ مشترکه غونډه په دی معنی ده چی نور نو دواړه فریقه یو بل د معضلی د دوه متحارب اړخونو په حیث په رسمیت پیژنی. د حکومت تعهد ډیر مهم دی ځکه تر اوسه هیڅ سند او یا دلیل نشته چی حکومت دی دی پروسی ته ژمن وی .د برعکس له پاره یی کافی دلایل شته چی مونږ یی فعلا بل کاغذ ته پریږدو.

مذاکرات هغه وخت ضرورت او حتی مکلفیت شی چی د تعین شوی هدف له پاره بدیله وسیله وګڼل شی. که دا وسیله موثره نه وی او یا په یوه معین او مشخص وخت کښی هدف ته نه رسیږی، مذاکرات په جهاد د بطلان د کرښی کش کول اوپه لوی لاس ځان په خپله په تهلکه کښی اچول دي.

و من الله التوفیق

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx