لیکنېنظــر

د دوحې تړون او د سولې په لار کې پراته خنډونه، هیلې او ننګونې «دوهمه برخه»

مولوي عبدالرحمن صمیم

د لومړی برخې د پوښتنو او شننو په دوام د دوحې د تړون په رڼا کې د سولې او بین الافغانی مذاکراتو په اجنډا کې د یادو مذاکراتو او ائتلافي حکومت درامنځته کیدو په ستراتیژی بحث کوو.

که چيرې دبین الافغانی مذاکراتو موخه دیوه ائتلافي حکومت جوړیدل، اساسي قانون او د واک په وېش باندې خبرې وينو دا کار ناروا دی او اسلامي امارت باید اشتراک پکې ونه کړي ځکه چې دکابل اداره په دې مهمو مسایلو کې د ولس نماینده ګۍ نشي کولای. مجاهدین هم د ډیرو عقلي او شرعي دلایلو په بناء نه شي کولی چې له منافقینو او د ولس له قاتلینو سره یو ائتلافي حکومت جوړ کړي، لدې امله خو دا مذاکرات بې معنی او بې ځایه دي او یا به یې پایلې زموږ د مسلمان ولس په ګټه نه وي ځکه چې په پای کې به یې د لاندې پریکړو له جملې څخه یوه پریکړه خامخا کیږي:

• مذاکرات به بې پایلې پاتې شي او له وخت تیرونې پرته به بل څه په لاس را نه شي لکه د کشمیر پر موضوع د هند او پاکستان تر منځ مذاکرات. که چیرې مجاهدین دغه مذاکرات د فشارونو د کمولو او د دښمن له چالونو سره د مبارزې لپاره د یو جګړييز تاکتیک په توګه کاروي نو کومه ستونزه نه لري خو په دې شرط چې ټوله توجه او تمرکز یې پر جهاد وي.

• د مذاکراتو له لارې مجاهدینو ته د ټول حکومت او اړوندو ارګانونو سپارل تر څو هغوی له خپلې خوښې سره سم حکومت جوړ کړي چې دا یو خیالي او ناممکن احتمال دی.

• د مجاهدینو تر مشرۍ لاندې د یو لنډ مهالي یا ائتلافي حکومت جوړیدل چې کیدای شي ځینې وروڼه یې د منلو وړ وبولي او یا د مجاهدینو په غړیتوب سره د داسې یو ائتلافي حکومت جوړیدل چې مشري یې د موجوده اړخونو له جملې څخه له یوه سره وي، چې فکر نه کوم د اسلامي امارت هیڅ فرد ته دې د منلو وړ وي.

ددې فرضیو په نظر کې نیولو سره پوهږو چې داخلي او بهرني دښمنان مو غواړي مجاهدین ورته تسلیم شي او د هغوی د نظام تر سیوري لاندې په دې سهامي شرکت کې د یو څه برخې په لرلو قانع شي. کیدای شي چې د جهاد په لیکو کې ځینې کسان دا فکر وکړي چې که د حکومت او ځینو ارګانونو په رأس کې یې واقع شي او نورې ډلې په وړو ونډو(برخو) راضي کړي نو امکان لري چې له دې لارې به خپلو موخو ته ورسیږي. موږ مخکې ویلي دي چې په دواړو حالتونو کې ائتلافي حکومت د شریعت د احکامو او ولس د ګټو خلاف دی.

خو که مجاهدین له مذاکراتو کولو پرته بله لاره نه لري نو زموږ په نظر باید لاندې ستراتیژي وکاروي:

لومړی: دا ښکاره خبره ده چې د کابل اداره غواړي په مذاکراتي ټیم کې د یو شمیر بې دینه او پلیتو اشخاصو او بې حیا ښځو په ګومارلو سره مذاکرات رسوائي او شرم ته وباسي. نو له مذاکراتو څخه د انکار کولو لپاره به د مجاهدینو تر ټولو لوی دلیل دا وي چې دا ډله د کابل د ادارې له لوري ټاکل شوې او له داسې کسانو څخه جوړه ده چې په هیڅ ډول د ولس د استازیتوب حق نه لري، له دې کبله له هغوی سره خبرې کول هم بې ځایه دي. څرنګه چې مجاهدینو وروڼو په تکرار سره ویلي دي چې له مزدور حکومت سره د یو دولت په توګه خبرې نه کوي نو د ارګ له لوري له ټاکل شوې ډلې سره مذاکرات کول به د ارګ له مزدورانو سره د مذاکراتو کولو په څېر وي. که چیرې مجاهدین وروڼه له هغوی سره مذاکرات وکړي نو دا به یې لومړنی خطرناک شاتګ وي، داسې لکه یو کس چې د غره له سره ښکته وښوييږي، بیا د غره تر لمنې په رغړیدو او ملاقونو ښویيږي او په هیڅ ځای کې یې پښه نه ټینګیږي. نو تر هغې چې زموږ شرایط په ځانګړې توګه د بندیانو آزادېدل او د یوې داسې مذاکراتي ډلې جوړول چې د کابل په اداره کې داخلو ټولو ګوندونو او ډلو ته د منلو وړ وي او ګوډاګی رژیم پکې د یوې ډلې حیثیت ولري؛ پوره شوي نه وي، یو ګام هم باید د بین الافغاني مذاکراتو په لوري ولاړ نشو.

دوهم: خو که فرض کړو چې دغه هیئت له داسې اشخاصو څخه جوړ شو چې تر یوې اندازې په خلکو کې اثر او رسوخ لري او د بیلابیلو لوریو استازیتوب کوي، د کابل حکومت هم په هغه کې یوازې د یوه لوري په توګه شریک دی، نه د یو حکومت او دولت په صفت؛ او په پای کې د ټولو ګوندونو له خوا قبول او معرفي هم شو نو په دې حالت کې ممکن مجاهدین وروڼه د خپلو هغو وعدو او د تړون د موادو له مخې چې له امریکایانو سره یې لاسلیک کړي؛ له مذاکراتو کولو پرته بله لاره ونلري. په دې حالت کې هم باید داسې یو کار ونکړي چې دغو مجرمینو او خاینو وطن پلورونکو ته د حیثیت ورکولو لامل شي.

دریم: موږ او تاسې په دې خبره متفق یو چې د دې آیت شریف ( تَحۡسَبُهُمۡ جَمِيعٗا وَقُلُوبُهُمۡ شَتَّىٰ) مطابق دغه منافقین دا شرطونه کله هم نه شي پوره کولی خو که بادار یې امر ورته وکړي نو کیدای شي په لنډمهالې توګه یو له بل سره جوړ شي. په هغه صورت کې دې مجاهدین د مقابل لوري د مذاکراتي ډلې د سويې په نظر کې نیولو سره خپل ټیم معرفي کړي. په دې اړه زموږ نظر دا دی چې په یاد ټیم کې دې یو شمېر ځوانان او په کم شمیر د رهبرۍ د سويې کسان موجود وي.

ځوانانو ته باید له دې کبله په دغه هیئت کې برخه ورکړل شي چې د کابل د مذاکراتي ټیم د ممکنه سپکاوي او یا بې شرمۍ په صورت کې هغوی ته غاښ ماتونکی او د هغوی له شان سره سم ځواب ورکړي، ځکه زموږ علماؤ او مشرانو ته به مناسبه نه وي چې له دغو قوالانو او ډمانو، په ځانګړي ډول له بې شرمو ښځو سره په لفظي شخړو کې ځانونه ښکېل کړي.

څلورم: که چیرې د مذاکراتو فضا د مجاهدینو لپاره د منلو وړ وي، چې دا به طبعاً له یوې خوا په جنګي جبهو کې د مجاهدینو د فتوحاتو په سطحې او د کابل د نظام د ځواکونو په ماتې او له بلې خوا په سیاسي او نظامي برخه کې د بهرنیانو په مداخلې پورې مستقیماًاړه لري؛ نو پکار ده چې مجاهدین وروڼه وړاندیز وکړي چې د مذاکراتو لومړنۍ موضوع باید اساسي قانون وي. په دې ځای کې مو مجاهدینو وروڼو ته سپارښتنه دا ده چې هیڅکله دې خبرې له جزئیاتو څخه نه شروع کوي بلکې د یوې سمې طرحې په اساس دې خپل لومړیتوبونه وټاکي او په ترتیب سره دې په موضوعاتو باندې خبرې وکړي. کله چې یوه موضوع پای ته ورسیږي او پرېکړه ور باندې وشي نو له هغه وروسته دې بلې موضوع ته داخلیږي.

پنځم: مجاهدین باید اساسي قانون د دوو دلیلونو په اساس ونه مني؛ یو دا چې د شریعت له اوامرو سره مخالف دی او دویم دا چې د اشغالګرو له لوري او یا د هغوی تر قیادت لاندې تیار شوی او تصویب شوی دی. ددې دواړو نقاطو په اړه مفصل دلایل به په ځانګړې لیکنه کې وړاندې کړو.

شپږم: د خبرو په پيل کې ممکن د کابل ټیم اعلان وکړي چې په هیڅ صورت د اساسي قانون تعدیل ته اجازه نه ورکوي او خپله سره کرښه یې بولي.

همدا ډول نورې خبري به هم وکړي او بالآخره به مذاکرات له ناکامۍ سره مخ شي، ولې مجاهدین باید مطمئن اوسي چې دالله تعالی په فضل ددښمن دټولو سرو کرښو رنګ بدل شوی نو ددې سرې کرښې رنګ به یې هم بدل شي.

اووم: که چیرې هغوی د اساسي قانون تعدیلولو ته تیار شي نو باید ورته ووایو چې موږ اصلاً دغه ایډیالوژیکي او عقیدوي چوکاټ او د اساسي قانون عنوان نه منو ځکه چې د دې اساسي قانون ټولې فکري او عقیدوي ستنې د سیکولرزم پر تهداب ولاړې دي. د دقیقو معلوماتو په اساس او د دوی د بادارانو په خپلو اعترافونو سره اساسي قانون د سیکولرو غربیانو په واسطه لیکل شوی دی، خپلو بې دینه افکارو ته یې پکې ځای ورکړی بلکې دغه اصول او افکار یې د دې قانون اساسات ټاکلي دي.

اتم: دمذاکراتو هیئت ته باید په پوره څرګنده او واضحه توګه وویل شي چې دمجاهدینو غوښتنه دا ده چې د هیواد د سیاسي جوړښت او اداري تشکیلاتو لپاره د افغان متخصصینو په وسیله د شریعت له اوامرو سره سم یو قانون جوړ کړي. د دې غوښتنې د منلو او نه منلو دواړو صورتونو کې موږ خوښ یو ځکه په دواړو حالتونو کې ان شاء الله زموږ موخه په لاس راځي.

نهم: د دې اصل د منلو په صورت کې دې د شرعي، قانوني او سیاسي متخصصینو یو کمسیون جوړ کړل شي چې غړي یې تقوادار، رښتیني او له خدایه ویرېدونکي وي. هغوی ته دې دنده وسپارل شي چې د څو میاشتو په موده کې باید د دې قانون مسوده تیاره کړي. له مقابل لوري څخه هم هغه کسان چې مشکوکه ماضي ونلري، پکې منل کیدای شي. د مجاهدینو له لوري دې یو شمیر علماء او مسلکي متخصصین ګډون پکې وکړي.

لسم: دا قانون باید د افغانستان سیاسي او اداري قانون ونومول شي، نه اساسي قانون! دلایل به یې په ځانګړې لیکنه کې بیان کړو.

یوولسم: د هیواد د سیاسي او اداري جوړښتونو چوکاټ، د اهل حل وعقد افرادو د ټاکلو طریقه، د شوراګانو جوړول، د امیر د ټاکلو طریقه او داسې نور مسائل باید په دې قانون کې ځای کړل شي.

دوولسم: په دې موده کې ممکن په مجاهدینو باندې فشار راوړل شي چې اوربند ته دې غاړه کیږدي چې پدې کې به مجاهدینو ته ډیر زیانونه نغښتي وي. د کرونا او نورو پېښو په نوم د نړیوالو فشارونو په صورت کې مجاهدینو ته پکار ده چې د سرتاسري اوربند لپاره سخت شرایط وړاندې کړي.

د دې شرایطو په سر کې باید دا وي چې ټول بهرني ځواکونه باید په دوو یا دریو نظامي اډو کې را ټول شي او د وتلو لړۍ یې چټکه کړای شي، داسې چې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر تر میاشتې وړاندې دغه بهیر بشپړ شي تر څو موږ ډاډه شو چې امریکایي ځواکونه د ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې له پای ته رسیدو وړاندې وځي. ځکه په اوسني حالت او په ځانګړي ډول د کرونا وبا له کبله چې امریکا له کومو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده؛ د هغو په پام کې نیولو سره په ټاکنو کې د ټرمپ بریا ورځ تر بلې پيکه کیږي.

دیارلسم: پر دې سربیره د سرتاسري اوربند لپاره زموږ له شرایطو څخه باید یو دا هم وي چې د خارجي او داخلي دواړو دښمنانو له لوري به نظامي تحرکات په ټپه دریږي. لکه د مجاهدینو تر کنترول لاندې سیمو په فضا باندې د الوتکو پرواز، جنګي اکمالات، د پولیسو او اردو په لیکو کې د نویو عسکرو د توظیف ټول پروګرامونه بندول او د اربکیانو د ټولو تشکیلاتو له منځه وړل.

څوارلسم: لنډه دا چې مجاهدین به په دې توګه وخت بچت کړي او ډېر خارجي ځواکونه به مو له هیواده ووځي. په دې سره به د مزدورې اردو د لمنځه تللو او تیت و پرک کیدلو پروسه ګړندۍ شي. په عین وخت کې باید د سیاسي قانون د تصویب مرحله او د هغه پلي کیدل په هغه وخت پورې اړوند او غوټه کړل شي چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي وي او افغانان وکولی شي چې په یوه آزاده فضا کې د بهرنیانو له فشار او لاسوهنې پرته په خپلو کې مذاکرات وکړي.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx