افغانستان

ننګرهار کې د هوايي برید پرمهال ۳ تنه ملکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ وږي، ۱۳۹۹): د بین الافغاني مذاکراتو په دوهمه ورځ هم دولتي عسکرو په ولسي خلکو هوايي بریدونه او توپچي ډزې روانې ساتلي، چې تازه د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ۳ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي الوتکو نن غرمه د شیرزادو ولسوالۍ په «مرکیخیلو» سیمه کې د هوايي برید پرمهال د ماشومانو په ګډون ۳ تنه ولسي وګړي«شهیدان» کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې په دې هکله داسې لیکلي: «نن غرمه د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ اړوند مرکیخیلو سیمه کې دښمن په ملکي خلکو بمبار وکړ، چې له امله یې د ماشومانو په شمول ۳ تنه ملکیان شهیدان شول.»

دولتي عسکر په داسې مهال د هېواد په کلیو او بانډو کې د طالبانو او ولسي وګړو پرضد بمباري او توپچي بریدونو ته دوام ورکوي، چې تیره ورځ د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو او افغان مختلفو جهتونو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لسګونو دیپلوماتانو په حضور کې ترسره شوه.

که څه هم تمه کېده چې نن د یکشنبې په ورځ به د طالبانو او افغاني جهتونو د تماس ټیمونه د راتلونکو مذاکراتو د اجنډا او اړونده موضوعاتو په اړه ناسته وکړي؛ خو د ناڅرګندو دلایلو له امله دغه ناسته ځنډېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx